مزارشريف (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۵): د بلخ سرپرست والي وايي چې د چاپېريال ساتنې برخې ته دې جدي پاملرنه وشي.
عطامحمد نور دغه څرګندونې د غبرګولي په ۱۵مه په مزار شريف ښار کې د چاپېريال ساتنې اړوند جوړې شوې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وکړې.
نوموړي زياته کړه چې په تېره يوه لسيزه کې د زده کړو، امنيت، اقتصادي ودې او ټولنيزو برخو کې ډېر کار شوی؛ خو لا هم د چاپېریال ساتنې برخه جدي پاملرنې ته اړتيا لري.
هغه وايي چې د افغانستان د چاپېريال ساتنې ادارې په ډېرو لږو امکاناتو د چاپېريال د پاکوالي په برخه کې اغېزمن ګامونه اخيستي دي.
نور وويل چې دغې ادارې باغونه او پارکونه جوړ کړي او د هغو مواردو مخنيوی يې کړی چې هوا ککړوي.
د نوموړي په وينا، دغه کارونه اغېزمن وو؛ خو کافي نه دي. د چاپېريال د پاک ساتلو لپاره بايد لا زياتې هڅې وشي.
هغه اندېښنه وښوده چې لا هم شديدو طوفانونو او سېلابونو زموږ د خلکو ژوند له ننګونو سره مخ کړی چې بايد مخه يې ونيول شوي.
نوموړي زياته کړه: ((پاکوالي ته زموږ د دين په اساساتو کې لوړ ځای ورکړل شوی او بايد خلک خپل ښار او چاپېريال پاک وساتي. ))
غونډه کې د هېواد د لومړۍ مېرمن رولا غني پيغام هم ولوستل شو چې په کې د چاپېریال پر ساتنې ټينګار شوی وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP