منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۹ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ والي د چاپېریال ساتنې برخې ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۵): د بلخ سرپرست والي وايي چې د چاپېريال ساتنې برخې ته دې جدي پاملرنه وشي.

عطامحمد نور دغه څرګندونې د غبرګولي په ۱۵مه په مزار شريف ښار کې د چاپېريال ساتنې اړوند جوړې شوې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وکړې.

نوموړي زياته کړه چې په تېره يوه لسيزه کې د زده کړو، امنيت، اقتصادي ودې او ټولنيزو برخو کې ډېر کار شوی؛ خو لا هم د چاپېریال ساتنې برخه جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

هغه وايي چې د افغانستان د چاپېريال ساتنې ادارې په ډېرو لږو امکاناتو د چاپېريال د پاکوالي په برخه کې اغېزمن ګامونه اخيستي دي.

نور وويل چې دغې ادارې باغونه او پارکونه جوړ کړي او د هغو مواردو مخنيوی يې کړی چې هوا ککړوي.

د نوموړي په وينا، دغه کارونه اغېزمن وو؛ خو کافي نه دي. د چاپېريال د پاک ساتلو لپاره بايد لا زياتې هڅې وشي.

هغه اندېښنه وښوده چې لا هم شديدو طوفانونو او سېلابونو زموږ د خلکو ژوند له ننګونو سره مخ کړی چې بايد مخه يې ونيول شوي.

نوموړي زياته کړه: ((پاکوالي ته زموږ د دين په اساساتو کې لوړ ځای ورکړل شوی او بايد خلک خپل ښار او چاپېريال پاک وساتي. ))

غونډه کې د هېواد د لومړۍ مېرمن رولا غني پيغام هم ولوستل شو چې په کې د چاپېریال پر ساتنې ټينګار شوی وو.

په پيغام کې راغلي و چې خلک بايد د ښارونو او بانډو په پاک ساتلو کې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي او په دې ډول دې خپله ايماني او وجداني دنده ادا کړي.

د غونډې په پای کې د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور ته د چاپيريال ساتنې په برخه کې د ښو فعاليتونو له امله ستاينليک ورکړل شو.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول چاپېريال ساتنه