کلات (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٥): د زابل د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی حيات الله وايي چې په روانو جګړو کې د زلمي زوى د وژل کېدو غم يې په يوه کال کې سپين ږيرى کړ.
هغه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، زوى يې شاوخوا يونيم کال مخکې د افغان امنيتي ځواکونو او داعش جنګياليو ترمنځ په جګړه کې ووژل شو.
نوموړی چې اوسمهال د زابل د شهيدانو او معلولينو په رياست کې د خپل زوى د وژنې د کارت په جوړولو پسې راغلی و، غواړي له حکومت څخه مرسته ترلاسه کړي.
حيات وايي، د حکيم الله په نامه ٢٤ کلن زلمى زوى يې د ١٣٩٣ لمريز کال د کب مياشتې په ١٤مه په هغو عملياتو کې ووژل شو، چې دولتي ځواکونو د داعش وسله والو پر وړاندې په ارغنداب ولسوالۍ پيل کړي و.
نوموړى وايي، دوى د ارغنداب ولسوالۍ د جالو کلي اوسېدونکي دي او زوى يې له دوولسم ټولګي څخه فارغ او په خپل کلي کې اوسېده او د خپل کور په کارونو بوخت و.
د حکيم الله پلار وايي، د يادې جګړې پر مهال يې زوى په خپلو فصلونو کې کار کاوه، چې پر سر يې مرمۍ ولګېده او ووژل شو.
ده زياته کړه: ((موږ نه پوهېږو چې زوى مې د چا پر مرمۍ ولګېد، خو د جګړې پر مهال مرمۍ راغله او پر سر يې ولګېده.))
ده وويل، کله چې جګړه د څو شېبو لپاره ودرېده، د سيمې خلکو خبر ورکړ چې زوى يې په جګړه کې وژل شوى او مړى يې په پټيو کې پروت دى.
د حيات الله په وينا، دوه شپې پرله پسې يې پر کلي الوتکې ګرځېدې او ځمکني عمليات هم روان وو.
هغه زياتوي، په دې جنګ کې دوه عام وګړي او پنځه څلوېښت داعش وسله وال هم ووژل شول، چې په ملکي وګړو کې يې يو د ده زوى و.
د حکيم الله پلار وايي چې د کلي امنيت يې ډېر خراب دى، هېڅ دولتي مسوول يا غير دولتي مسوولينو د ده د زوى د وژنې په اړه پلټنه ونه کړه چې د چا پر مرمۍ وژل شوى دى.
نوموړي زياته کړه: ((پخوا سم دم سړى وم، په خپله مې د خپل کور او فصلونو کارونه کول، خو د زلمى زوى وژل کېدو مې ملا ماته کړه او بې وخته يې سپين ږيرى کړم.))
د هغه په وينا، د سيمې اوسېدونکي، دوستان او خپلوان هم ورته وايي چې اوس هغه پخوانى حيات الله نه يې، له کاره وتلى يې.
حيات الله چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې، وويل: ((د ځوان زوی مرګ ډېر درد لري، الله پاک دې په چا نه ښيي.))
د ده په خبره، حکيم الله ته يې واده نه و کړى، که يې واده درلوداى، نو غمونه او دردونه به يې دومره ډېر و چې ده به يې د زغم وړتيا نه لرله.
د حکيم الله پلار د جګړې له دواړو لوريو غواړي چې نور جنګ بس کړي او د ملکي وګړو ژوند ته دې پاملرنه وکړي.
هغه وايي، تر اوسه کومه مرسته ورسره نه ده شوې او اوس غواړي د خپل زوی د شهادت کارت جوړ کړي او خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.
Views: 13
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP