Language

دوه پوليس ووژل شول

لښکرګاه (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩٥): د هلمند چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز لښکرګاه کې چاودنه شوې، چې دوه پوليس په کې وژل شوي دي.

د دې ولايت د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر شاوخوا پنځه بجې د لښکرګاه د بولان سيمې په انارباغ کې د پوليسو پر ګزمې چاودنه شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې دوه پوليس وژل شوي او يو ټپي دى.

د بولان حوزې قومندان لومړي څارن عبدالواسع هم وايي چې د يوې پوستې قومندان ضياءالحق او يو ساتونکى يې په دې چاودنه کې وژل شوي او يو بل ساتونکى يې ژوبل دى.

بولان چې د ښار د څلورمې حوزې اړوند دى، شپږ میاشتي وړاندې هم په کې په ورته پېښه کې څلور پولیس وژل شوي وو.

login or register a new account.

Related Topics