Language

د کاپیسا د پوهنې ريیس د بډې پر اخیستو تورن شو

محمودراقي (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٥): د کاپيسا د پوهنې رياست ځيني کارکوونکي ادعا کوي چې د دغه ولايت د پوهنې رييس د کارکوونکو په استخدام کې بډې اخلي، خو د پوهنې رييس بيا دغه څرګندونې ردوي.

دغه کارکوونکي وايي، د کاپيسا د پوهنې رييس د استادانو او نورو کارکوونکو په استخدام کې له ٤٠زرو نيولې تر ٨٠زرو افغانيو پورې بډې اخلي.

د کاپيسا د پوهنې رياست د تشکيلاتو مدير توريالي غروال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د پوهنې مدير د بډو په بدل کې کسان پر دندو ګوماري.

هغه د بېلګې په توګه وويل: ((د پوهنې رييس يوه ښځه چې په ١٣٩٣کې بريالۍ شوې وه، اوس يې د پيسو په مقابل کې پر دنده وګومارله او له تګاب څخه يو کس چې له دوولسم څخه فارغ دى، په مرکز کې يې د استاد په توګه مقرر کړى دى، په داسې حال کې چې موږ بايد ليسانس کسان پر دنده وګومارو.))

ده زياته کړه، يو شمېر کسانو د ښوونکو په ازموينه کې له ٨٠ څخه ډېرې نومرې ترلاسه کړې وې، خو د پوهنې رييس د ٤٠ او ٥٠ نومرو ترلاسه کوونکي په کوهستان او نجراب ولسواليو کې د ښوونکو په توګه ګومارلي دي.

د هغه په وينا، د ساينس څانګې لپاره ځيني بورسونه راغلل، خو د پوهنې رييس د پيسو په مقابل کې دوه کسه د ژورنالېزم له څانګې څخه دغو بورسونو ته معرفي کړي دي.

غروال د خپلو يادو څرګندونو په تړاو د ځينو مکتبونو کاپي ګانې هم پژواک ته ورکړې دي.

دغه راز د دغه رياست يوه بل کارکوونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې د پوهنې رييس د دغه رياست ٨٣ کارکوونکي له دندو  ګوښه کړي او پر ځاى يې نور کسان ګومارلي دي.

دى وايي: ((حتى د لېسو مديران يې بدل کړي او د هر کس په ګومارلو يې له ٤٠ تر ٨٠زرو افغانيو پورې اخيستې دي.))

د همدغه رياست يوه بل کارکوونکي پژواک ته وويل: ((رييس حتى له ځينو کارکوونکو څخه غوښتنه کوله چې د ورځې ورته څو کيلو غوښه ورکړي.))

دغو کسانو ويل چې ياده موضوع يې د کاپيسا له والي سره شريکه کړې او والي ورڅخه د درېیو ورځو وخت غوښتنه کړې ده، تر څو دغه موضوع وڅېړي.

ده وويل چې دغه رييس نور دوى ته د منلو وړ نه دى او ډېر ژر بايد دنده پرېږدي.

login or register a new account.