منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کاپیسا د پوهنې ريیس د بډې پر اخیستو تورن شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

محمودراقي (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٥): د کاپيسا د پوهنې رياست ځيني کارکوونکي ادعا کوي چې د دغه ولايت د پوهنې رييس د کارکوونکو په استخدام کې بډې اخلي، خو د پوهنې رييس بيا دغه څرګندونې ردوي.

دغه کارکوونکي وايي، د کاپيسا د پوهنې رييس د استادانو او نورو کارکوونکو په استخدام کې له ٤٠زرو نيولې تر ٨٠زرو افغانيو پورې بډې اخلي.

د کاپيسا د پوهنې رياست د تشکيلاتو مدير توريالي غروال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د پوهنې مدير د بډو په بدل کې کسان پر دندو ګوماري.

هغه د بېلګې په توګه وويل: ((د پوهنې رييس يوه ښځه چې په ١٣٩٣کې بريالۍ شوې وه، اوس يې د پيسو په مقابل کې پر دنده وګومارله او له تګاب څخه يو کس چې له دوولسم څخه فارغ دى، په مرکز کې يې د استاد په توګه مقرر کړى دى، په داسې حال کې چې موږ بايد ليسانس کسان پر دنده وګومارو.))

ده زياته کړه، يو شمېر کسانو د ښوونکو په ازموينه کې له ٨٠ څخه ډېرې نومرې ترلاسه کړې وې، خو د پوهنې رييس د ٤٠ او ٥٠ نومرو ترلاسه کوونکي په کوهستان او نجراب ولسواليو کې د ښوونکو په توګه ګومارلي دي.

د هغه په وينا، د ساينس څانګې لپاره ځيني بورسونه راغلل، خو د پوهنې رييس د پيسو په مقابل کې دوه کسه د ژورنالېزم له څانګې څخه دغو بورسونو ته معرفي کړي دي.

غروال د خپلو يادو څرګندونو په تړاو د ځينو مکتبونو کاپي ګانې هم پژواک ته ورکړې دي.

دغه راز د دغه رياست يوه بل کارکوونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې د پوهنې رييس د دغه رياست ٨٣ کارکوونکي له دندو  ګوښه کړي او پر ځاى يې نور کسان ګومارلي دي.

دى وايي: ((حتى د لېسو مديران يې بدل کړي او د هر کس په ګومارلو يې له ٤٠ تر ٨٠زرو افغانيو پورې اخيستې دي.))

د همدغه رياست يوه بل کارکوونکي پژواک ته وويل: ((رييس حتى له ځينو کارکوونکو څخه غوښتنه کوله چې د ورځې ورته څو کيلو غوښه ورکړي.))

دغو کسانو ويل چې ياده موضوع يې د کاپيسا له والي سره شريکه کړې او والي ورڅخه د درېیو ورځو وخت غوښتنه کړې ده، تر څو دغه موضوع وڅېړي.

ده وويل چې دغه رييس نور دوى ته د منلو وړ نه دى او ډېر ژر بايد دنده پرېږدي.

خو د کاپيسا د پوهنې رييس محمد نسيم ساپی بيا يادې څرګندونې بې بنسټه بولي او وايي: ((ما دلته دوه کاله تېر کړل، نورو رييسانو شپږ مياشتې نه دې تېرې کړې او دا خلک چې دا څرګندونې کوي، بېځايه دي؛ که دوى ثبوت لري، نو رامخې ته دې شي.))

ده وويل چې د يادې موضوع د څېړنې لپاره اوسمهال د پوهنې له وزارت څخه پلاوى دغه ولايت ته ورغلى دى او تر څېړنو وروسته به ټوله موضوع روښانه شي.

د اړوندې موضوع په اړه د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک ته وويل چې ياده موضوع د ولايت او پوهنې وزارت د ګډ پلاوي له لوري څېړل کېږي.

هغه وايي چې دغه موضوع به د درېيو ورځو په اوږدو کې حل شي او که چېرې د پوهنې رئيس په اداري فساد کې لاس ولري نو قانوني چلند به ورسره وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه