مزارشريف (پژواک، ۲٥ غبرګولی ۹۵): له بهرنيانو سره په ډالري معاش کارکوونکى ځوان چې اوس د بېکارۍ له امله پر نشه يي توکو روږدى شوى وايي: ((سم دم سړی وم؛ خو ۲۰۱۴ کال بې غيرته کړم، پوډري يې رانه جوړ کړ.))
محمد حنيف چې د مزارشريف ښار اوسېدونکی دی، د غبرګولي په ۲۴مه يې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، ډېره هڅه کوي چې د پوډرو له کارونې لاس پر سر شي؛ خو پر وړاندې يې بې وسه دی.
هغه چې د مزارشريف ښار دشت شور سړک ته څېرمه هديره کې له لسګونو نورو روږدو کسانو سره پر يو قبر د جوړ شوي چت سيوري ته ناست و، وويل: ((سم دم سړی وم؛ خو ۲۰۱۴ کال بې غيرته کړم، پوډري يې رانه جوړ کړ.))
۴۰ کلن حنيف وايي، اوس ښه پوهېږي چې په کورنۍ او ټولنه کې هېڅ حيثيت نه لري؛ خو زياته يې کړه چې درې کاله وړاندې يې په دغه ښار کې د يو باحيثيته افغان په توګه ژوند تېراوه.
نوموړى چې پر کيڼ لاس يې خپل څټ ورو ورو ګراوه، زياته کړه: ((اوس د پوډرو اخيستو لپاره پنځوس افغانۍ نه لرم؛ خو يو وخت داسې هم و چې د مياشتې مې ۶۰۰ ډالر معاش درلود.))
د حنيف په وينا چې له ۲۰۱۰ کال څخه يې په مزارشريف ښار کې له ISAF سره په ملکي څانګه کې د پراختيايي چارو په برخه کې کار کوه.
نوموړي زياته کړه چې لومړی يې د ګارډ په توګه دنده ترسره کوله چې په وروستيو کلونو کې يې د موټر چلوونکي په توګه د پراختيايي چارو له انجنيرانو سره کار کړی دی.
خو هغه وايي چې د ۲۰۱۴ کال له راتګ سره يې د ژوند رنګ بدل شو، دنده يې له لاسه ورکړه او د بلې دندې په پيدا کېدو کې پاتې راغی.
login or register a new account.