منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۱ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له بهرنيانو سره پخوانی یو کارکوونکى له بېکارۍ روږدى شوى

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲٥ غبرګولی ۹۵): له بهرنيانو سره په ډالري معاش کارکوونکى ځوان چې اوس د بېکارۍ له امله پر نشه يي توکو روږدى شوى وايي: ((سم دم سړی وم؛ خو ۲۰۱۴ کال بې غيرته کړم، پوډري يې رانه جوړ کړ.))

محمد حنيف چې د مزارشريف ښار اوسېدونکی دی، د غبرګولي په ۲۴مه يې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، ډېره هڅه کوي چې د پوډرو له کارونې لاس پر سر شي؛ خو پر وړاندې يې بې وسه دی.

هغه چې د مزارشريف ښار دشت شور سړک ته څېرمه هديره کې له لسګونو نورو روږدو کسانو سره پر يو قبر د جوړ شوي چت سيوري ته ناست و، وويل: ((سم دم سړی وم؛ خو ۲۰۱۴ کال بې غيرته کړم، پوډري يې رانه جوړ کړ.))

۴۰ کلن حنيف وايي، اوس ښه پوهېږي چې په کورنۍ او ټولنه کې هېڅ حيثيت نه لري؛ خو زياته يې کړه چې درې کاله وړاندې يې په دغه ښار کې د يو باحيثيته افغان په توګه ژوند تېراوه.

نوموړى چې پر کيڼ لاس يې خپل څټ ورو ورو ګراوه، زياته کړه: ((اوس د پوډرو اخيستو لپاره پنځوس افغانۍ نه لرم؛ خو يو وخت داسې هم و چې د مياشتې مې ۶۰۰ ډالر معاش درلود.))

د حنيف په وينا چې له ۲۰۱۰ کال څخه يې په مزارشريف ښار کې له ISAF سره په ملکي څانګه کې د پراختيايي چارو په برخه کې کار کوه.

نوموړي زياته کړه چې لومړی يې د ګارډ په توګه دنده ترسره کوله چې په وروستيو کلونو کې يې د موټر چلوونکي په توګه د پراختيايي چارو له انجنيرانو سره کار کړی دی.

خو هغه وايي چې د ۲۰۱۴ کال له راتګ سره يې د ژوند رنګ بدل شو، دنده يې له لاسه ورکړه او د بلې دندې په پيدا کېدو کې پاتې راغی.

حنيف وويل، پر دې نه و توانېدلی چې د خپلې کړې دندې د معاش ځينې برخه دې له ځان سره خوندي وساتلی شي چې همدې ناپوهي د ژوند له سترو کړاونو سره مخ کړ.

نوموړي زياته کړه: ((د دندې له خلاصېدو سره سم مې هڅه کوله چې بله دنده پيدا کړم او يا هم شخصي کاروبار ولرم؛ خو  په دواړو برخو کې د کمزوري عزم له امله پاتې راغلم.))

د هغه په وينا په ډېره لږه موده کې يې ټوله دارايي له لاسه ورکړه، حالت يې ونه شو زغملی او په لږه موده کې په چرسو روږدی شوو.

حنيف وويل چې له چرسو ورو ورو د پوډرو په کارېدو عادي شو او له همدې سره يې له خپلې کورنۍ او ټولنې سره اړيکې پرې شوې.

نوموړي ومنله چې د پوډرو د پېرېدو لپاره چې کله پيسې ونه لري؛ نو د شپې پر مهال د غلا کولو هڅه هم کوي، د ورځو په غرمو کې د ښار د هټيو له مخې د خوراکي توکو له لارې د څو پيسو پيدا کېدو کوشش کوي.

نوموړي واده نه دی کړی؛ خو مور، پلار او له ده پنځه کشران وروڼه يې په مزارشريف ښار کې د يوې کورنۍ په توګه ژوند کوي.

هغه پژواک ته د داسې تصوير اخيستو اجازه ورنه کړه چې څوک يې وپېژندلی شي، ويې ويل: ((زه پوهېږم، زما په حالت زما کورنۍ شرمېږي، که چېرې مې کوم اخبار کې تصوير وګوري؛ نو خجالت به شي، عکس کې مې مخ مه راولئ.))

نوموړي زياته کړه چې په مياشت کې يو ځل له پلاره پټ د خپلو جامو بدلولو لپاره کور ته ورځي.

حنيف، چې پر خپلو کړنو يې ځان ملامتاوه، وويل چې حکومت دې ځوانانو ته کارونه پيدا کړي، کنه د ده په څېر د روږدو شمېر به ورځ تر بلې زيات شي.

نوموړي د خپلې بدبختۍ پړه پر نورو نه اچوله؛ خو په ناڅاپي توګه د دندې له لاسه ورکولو له امله يې حکومت ملامتاوه.

هغه د ځان د درملنې په تړاو وويل چې کورنۍ يې دوه درې ځلې هڅه وکړه، ډاکټرانو ته يې بوت؛ خو له مياشت صبر وروسته بېرته روږدی شوی دی.

حنيف د هرې جملې په پای کې عادي حالت ته د خپل ژوند د بېرته ګرځېدو هيله کوله؛ خو ورسره به يې ځان بې وسه ګاڼه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه