تالقان (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٥): د تخار په لسګونو مدني فعالانو نن په تالقانو کې د تخار کندوز په لویه لار د طالبانو له لوري د مساپرو برمته کولو په غبرګون لاریون وکړ او له حکومت څخه یې د دغې لارې د خوندي کولو غوښتنه وکړه.
په دغه ولایت کې د مدني ټولنې د شبکې رییس منیر احمد هدف په حکومت نیوکه وکړه چې په لویو لارو کې د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلی او پام ورته نه کوي.
هدف وویل چې که حکومتي مشران د تګ راتګ لپاره د لویو لارو امنیت ته پام ونه کړي، دغه مسئله به په راتلونکي کې په لویه لانجه واوړي.
نوموړی وايي: ((حکومت د لویو لارو د امنیت په خوندي کولو کې پام نه کوي، د طالبانو له لوري د مساپرو برمته کول ورته ټوکې ښکاري، انسانان ورته ارزښت نه لري، دغه مسئله د شمال ختیځ زون د ولایتونو اوسېدونکو ته لویه اندېښنه ده، د چا سر په امان کې نه دی. حکومت باید پوره پاملرنه ورته وکړي.))
د دغې ټولنې مرستیال رییس انجنیر وحید احمد محمدی د طالبانو له لوري د مساپرو برمته کول و غندل او دا یې د سلامي او افغاني دود خلاف عمل وباله.
نوموړي وویل، طالبان او بله هېڅ ډله دا حق نه لري چې لارې بندې کړي، د لویو لارو خونديتوب له منځه یوسي، ډار خپور کړي، خلک برمته کړي او ملکي افغانان ووژني.
هغه زیاته کړه: ((د اسلام ستر پیغمبر هېچا ته دا اجازه نه ده ورکړې چې بېګناه انسانان ووژني، لارې بندې کړي او په خلکو کې ډار خپور کړي؛ زه له طالبانو غواړم چې د خلکو کرکه زیاته نه کړي او برمته کړي مساپر دې بېرته خوشې کړي.))
لاریون کونکو د لویو لارو امنیت د خوندي کولو په برخه کې حکومت په بې پروايۍ تورن کړ.
لاریون کونکو د یوه ۷ ماده یي پرېکړه لیک په خپرولو سره په حکومت غږ وکړ چې طالبانو سره جدي چلند وکړي او له پاکستان سره دې را بر سېره شوې لانجه د ډپلوماټیکو لارو هواره کړي او جګړې ته دې لمنه و نه وهي.
په پرېکړه ليک کې له امریکې، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو څخه غوښتل شوي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دې منځګړ توب وکړي او پرېنږدي چې دواړه ګاونډي هیوادونه سره په جګړه کې ښکېل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په روانه لمریزه میاشت کې وسله والو طالبانو د کندوز- بغلان او کندوز- تخار په لویو لارو کې په سلګونو مساپر برمته کړي او یو شمېر یې وژلي دي.
login or register a new account.