تالقان(پژواک، ٢٧غبرګولى٩٥): د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبان او سيمه ييز پوليس يې له کرنيزو حاصلاتو څخه عشر اخلي.
د تخار ولايت د ينګي کلا ولسوالۍ اوسېدونکي غلام محمد د غبرګولي په٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سيمه ييز پوليس او طالبان يې له کرنيزو حاصلاتو څخه عشر اخلي.
هغه زياته کړه: (( که طالبانو ته عشر ورکړو سيمه ييز پوليس مو ځوروي او که سيمه ييزو پوليسو ته يې ورکړو، طالبان را څخه په زور عشر اخلي.))
د غلام محمد په وينا، څه موده وړاندې طالبانو ورڅخه پنځه سوه منه غنم په دې پلمه وړي دي چې ګويا ځمکه يې دولتي ده.
هغه وايي چې د غنمو د بېرته ترلاسه کولو په موخه يې څو ځلې د سپين ږيرو او قومي مشرانو په منځګړيتوب غونډه کړې، خو تر اوسه يې پايله نه ده ورکړې.
دغه راز د درقد ولسوالۍ اوسېدونکى عمرخان هم وايي چې په روان کال کې يې طالبانو او هم سيمه ييز پوليسو ته د غنمو د حاصلاتو عشر ورکړى دى.
د هغه په وينا، که چېرې څوک په دې برخه کې د طالبانو او يا هم د سيمه ييزو پوليسو له امر څخه سرغړونه وکړي ، نو د دواړو لوريو لخوا وهل کيږي.
عمرخان وايي: " خلکو له ډاره دې فيصلې ته غاړه اېښې، موږ چا ته خپل ګريوان وشلوو، څوک مو غږ نه اوري، که دولت سره ښه وکړو طالب مو ځوروي،که طالب سره يې وکړو پوليس مو په کراره نه پريږدي. "
خو د تخار امنيه قوماندان پاسوال نورمحمد حکيمي بيا پژواک ته وويل چې سيمه ييزو پوليسو له هيچا څخه عشر نه دى اخيستي.
حکيمي وايي چې د تخار له ټولو ولسواليو څخه يواځې په درقد ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس شته .
حکيمي هم وويل چې طالبان د هغو سيمو له خلکو څخه عشر اخلي چې د هغوى په ولکه کې دي.
دی وايي: " زه يې نه منم چې سيمه ييز پوليس دې له خلکو عشر واخلي, موږ ته په دې اړه تر اوسه شکايت نه دی شوی, خو طالبان يې اخلي, موږ يواځې په درقد ولسوالۍ کې دوه سوه کسه سيمه ييز پوليس لرو. "
login or register a new account.