لښکرګاه (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د ښار جوړونې وزیر وايي چې په هلمند ولايت کې په تېرو څو کلونو کې په خپلسر د ځمکو د وېش او پلانونو د تطبيق له امله ښاري سيستم ګډوډ شوى دى.
دغه څرګندونې د ښار جوړونې وزير سيد سادات منصور نادري د غبرګولي په ٣١مه په مرکز لښکرګاه کې جوړې شوې غونډې ته وکړې.
ده وويل چې د هلمند په مرکز کې په تېرو ١٤ کلونو کې په ناقانونه توګه ځمکې وېشل شوې او پلانونه پلي شوي چې له امله د دغه ښار ماسټر پلان له منځه تللى دى.
هغه زياته کړه: ((له نږدې مې هغه ځمکې او سيمې وليدې چې د وزارت په مشوره او يا هم د ولايت په کچه مسوولينو له استوګنې څخه سوداګريز ته اړولي دي چې ډېره ګډوډې يې را منځته کړې ده.))
هغه د يادو ستونزو ډېره پړه د دغه وزارت په پخوانيو چارواکو واچوله خو ټينګار یې وکړ چې د قانون په پلي کولو سره به دغه ستونزې هوارې کړي.
ده وويل چې له سيمه ييزو چارواکو سره يې د يادو ستونزو د حل په موخه همغږې جوړه کړې ده.
دغه راز نادري دا هم وويل چې د لښکرګاه ښار ټولو ناحيو ته به د څښاک د پاکو اوبو سيستم جوړ کړي.
يادې غونډې ته د هلمند والي حيات الله حيات هم وويل چې د ځينو خپلسريو له امله د دغه ولايت په ماسټر پلان کې ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي.
د حيات په وينا، د ځمکو د غصب او وېشلو ډېرې مسئلې به د ولايت په کچه حل شي خو ځيني کسان به په کابل کې اړوندو ارګانونو ته وپېژندل شي.
ده وويل چې د هلمند د پخوانيو چارواکو له خوا يو شمېر کسانو ته په ناقانونه توګه کورونه او مارکيټونه ورکړل شوي چې ډېرى ستونزې يې پيدا کړې دي.
خو هغه د ستونزو يادونه ونه کړه.
د هلمندي چارواکو د معلوماتو له مخې په تېرو ١٤ کلونو په لښکرګاه ښار کې د ماسټر پلان خلاف د شپږ سوو په شاوخوا کې مارکېټونه، زرګونه کورونه او دوکانونه يو شمېر کسانو ته وېشل شوي دي.
login or register a new account.