منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په خپل سر د ځمکو وېش د هلمند ښاري سیستم ګډوډ کړی

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۶۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د ښار جوړونې وزیر وايي چې په هلمند ولايت کې په تېرو څو کلونو کې په خپلسر د ځمکو د وېش او پلانونو د تطبيق له امله ښاري سيستم ګډوډ شوى دى.

دغه څرګندونې د ښار جوړونې وزير سيد سادات منصور نادري د غبرګولي په ٣١مه په مرکز لښکرګاه کې جوړې شوې غونډې ته وکړې.

ده وويل چې د هلمند په مرکز کې په تېرو ١٤ کلونو کې په ناقانونه توګه ځمکې وېشل شوې او پلانونه پلي شوي چې له امله د دغه ښار ماسټر پلان له منځه تللى دى.

هغه زياته کړه: ((له نږدې مې هغه ځمکې او سيمې وليدې چې د وزارت په مشوره او يا هم د ولايت په کچه مسوولينو له استوګنې څخه سوداګريز ته اړولي دي چې ډېره ګډوډې يې را منځته کړې ده.))

هغه د يادو ستونزو ډېره پړه د دغه وزارت په پخوانيو چارواکو واچوله خو ټينګار یې وکړ چې د قانون په پلي کولو سره به دغه ستونزې هوارې کړي.

ده وويل چې له سيمه ييزو چارواکو سره يې د يادو ستونزو د حل په موخه همغږې جوړه کړې ده.

دغه راز نادري دا هم وويل چې د لښکرګاه ښار ټولو ناحيو ته به د څښاک د پاکو اوبو سيستم جوړ کړي.

يادې غونډې ته د هلمند والي حيات الله حيات هم وويل چې د ځينو خپلسريو له امله د دغه ولايت په ماسټر پلان کې ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي.

د حيات په وينا، د ځمکو د غصب او وېشلو ډېرې مسئلې به د ولايت په کچه حل شي خو ځيني کسان به په کابل کې اړوندو ارګانونو ته وپېژندل شي.

ده وويل چې د هلمند د پخوانيو چارواکو له خوا يو شمېر کسانو ته په ناقانونه توګه کورونه او مارکيټونه ورکړل شوي چې ډېرى ستونزې يې پيدا کړې دي.

خو هغه د ستونزو يادونه ونه کړه.

د هلمندي چارواکو د معلوماتو له مخې په تېرو ١٤ کلونو په لښکرګاه ښار کې د ماسټر پلان خلاف د شپږ سوو په شاوخوا کې مارکېټونه، زرګونه کورونه  او دوکانونه يو شمېر کسانو ته وېشل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست