Language

د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر رييس او سرحدي قوماندان له دندې ګوښه شول

کابل (پژواک ٣ چنګاښ ٩٥): د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر رييس او د دې ميدان سرحدي قوماندان د "مديريت د کمزورتيا" له امله د ولسمشر له خوا ګوښه شول.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن سهار د شانګهای سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته له تلو دمخه د حامد کرزي هوايي ډګر د چارو هر اړخیزې څېړنې کمیسیون راپور واورېد.

سرچينه کاږي، د هوايي ډګر د ترمینل په سالون کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، لومړی د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د چارو د هر اړخیزې څېړنې کمیسیون ريیس سردار محمد روشن، ولسمشر ته د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ.

هغه په حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر کې د اصلاحاتو لپاره د کمیسیون ټاکل یو ښه پيل وباله او زیاته یې کړه، د دې ډګر اکثریت کارکوونکي چې رښتيني او وطندوسته خلک دي، د دغې څېړنې هرکلی یې وکړ.

ده وویل د هوايي ډګر وضعیت او ټولې زیانمنوونکي برخې یې څېړلي او لازم وړاندیزونه یې برابر کړي دي.

هغه څرګنده کړه، په امنیتي برخه کې د څو امنیتي ارګانونو شتون وظیفوي تداخل رامنځته کړی او همدارنګه په میدان کې د څو دفترونو موجودیت قاچاق ته لار پرانېستې ده.

نوموړي له امنیتي پلوه د قراردادیانو د تېلو زېرمې او د درې شرکتونو له خوا د هغو د قراردادونو انحصار د اندېښنې وړ وباله.

ولسمشر د اړوند کمیسیون د راپور له اورېدو وروسته، د یاد کمیسیون له ريیس او غړو څخه په مننې وویل، د هوايي ډګر د منسوبینو له چلند، مدیریت او امنیت نه راضي نه دی.

غني د وظیفوي غفلت په خاطر د میدان ريیس او سرحدي قوماندان له دندو لرې کړل او لارښوونه یې وکړه، چې د هوايي ډګر د ریاست بست دې اعلان ته ورکول شي او همدارنګه دې د کورنیو چارو وزارت د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو د قوماندانۍ لپاره درې تنه په شرایطو برابر او مسلکي افراد پیشنهاد کړي، چې له هغې جملې یو تن وګومارل شي.

هغه وویل، د حامد کرزي هوايي ډګر ټول هغه کارکوونکي چې له پنځه کلونو یې ډېره دنده  ترسره کړې وي، باید له استثنا پرته تبدیل شي او نوي کارمندان دې د ازادې او شفافې پروسې له لارې بایومیټریک، شتمنې یې ثبت او بیا وګومارل شي.

ده زياته کړه، په میدان کې د دفترونو شمېر زیات دی، مسوولیتونه روښانه نه دي او وظیفوي تفکیک موجود نه دی.

د نوموړي په وينا، څرګند مقررات دې رامنځته او پر ټولو تطبیق شي او د هوايي ډګر د ریاست دندې دې په اصولي بڼه تعریف او تنظیم شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.