منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۴ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر رييس او سرحدي قوماندان له دندې ګوښه شول

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۴۲ کتنې

کابل (پژواک ٣ چنګاښ ٩٥): د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر رييس او د دې ميدان سرحدي قوماندان د "مديريت د کمزورتيا" له امله د ولسمشر له خوا ګوښه شول.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن سهار د شانګهای سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته له تلو دمخه د حامد کرزي هوايي ډګر د چارو هر اړخیزې څېړنې کمیسیون راپور واورېد.

سرچينه کاږي، د هوايي ډګر د ترمینل په سالون کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، لومړی د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د چارو د هر اړخیزې څېړنې کمیسیون ريیس سردار محمد روشن، ولسمشر ته د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ.

هغه په حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر کې د اصلاحاتو لپاره د کمیسیون ټاکل یو ښه پيل وباله او زیاته یې کړه، د دې ډګر اکثریت کارکوونکي چې رښتيني او وطندوسته خلک دي، د دغې څېړنې هرکلی یې وکړ.

ده وویل د هوايي ډګر وضعیت او ټولې زیانمنوونکي برخې یې څېړلي او لازم وړاندیزونه یې برابر کړي دي.

هغه څرګنده کړه، په امنیتي برخه کې د څو امنیتي ارګانونو شتون وظیفوي تداخل رامنځته کړی او همدارنګه په میدان کې د څو دفترونو موجودیت قاچاق ته لار پرانېستې ده.

نوموړي له امنیتي پلوه د قراردادیانو د تېلو زېرمې او د درې شرکتونو له خوا د هغو د قراردادونو انحصار د اندېښنې وړ وباله.

ولسمشر د اړوند کمیسیون د راپور له اورېدو وروسته، د یاد کمیسیون له ريیس او غړو څخه په مننې وویل، د هوايي ډګر د منسوبینو له چلند، مدیریت او امنیت نه راضي نه دی.

غني د وظیفوي غفلت په خاطر د میدان ريیس او سرحدي قوماندان له دندو لرې کړل او لارښوونه یې وکړه، چې د هوايي ډګر د ریاست بست دې اعلان ته ورکول شي او همدارنګه دې د کورنیو چارو وزارت د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو د قوماندانۍ لپاره درې تنه په شرایطو برابر او مسلکي افراد پیشنهاد کړي، چې له هغې جملې یو تن وګومارل شي.

هغه وویل، د حامد کرزي هوايي ډګر ټول هغه کارکوونکي چې له پنځه کلونو یې ډېره دنده  ترسره کړې وي، باید له استثنا پرته تبدیل شي او نوي کارمندان دې د ازادې او شفافې پروسې له لارې بایومیټریک، شتمنې یې ثبت او بیا وګومارل شي.

ده زياته کړه، په میدان کې د دفترونو شمېر زیات دی، مسوولیتونه روښانه نه دي او وظیفوي تفکیک موجود نه دی.

د نوموړي په وينا، څرګند مقررات دې رامنځته او پر ټولو تطبیق شي او د هوايي ډګر د ریاست دندې دې په اصولي بڼه تعریف او تنظیم شي.

ولسمشر په ټینګار سره وویل: "موږ باید لومړۍ درجه هوايي ډګر ولرو او اضافه ادارې دې له منځه لاړې شي."

هغه زیاته کړه، له افغانانو او بهرنیو مسافرو سره د چلند یوه واضح اخلاقي مقرره باید رامنځته شي.

محمد اشرف غني وویل، کمیسیون تثبیت کړې ده چې د هوايي ډګر د تېلو درې واړه قراردادونه جدي حقوقي ستونزې لري او هغه باید له سره تنظیم شي، اړوند بنسټونه دې د قراردادونو د فسخه کولو شرایط په اساسي توګه وڅېړي، عدليې وزارت او لويه څارنوالۍ دې په مشوره هغه فسخه کړي.

د ده په خبره، کمیسیون د هوايي ډګر د ګمرک د وضعیت د ښه والي په برخه کې ښه اصلاحي وړاندیزونه کړي دي. موږ باید د ګمرک او امنیت ترمنځ وظیفوي تداخل لرې کړو او همدارنګه په ګمرک کې یو خاص فرهنګ ایجاد کړو چې مسوولیتونه روښانه شي او د وارداتو او صادراتو نوعیت مشخص شي.

هغه د اړوندو ادارو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې په حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د اساسي، واضح او پر مهالوېش ولاړ پلان سره سم بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي.

ولسمشر په پای کې د کمیسیون ريیس سردار محمد روشن ته دنده وسپارله، چې په ملکي برخه کې دې د کمیسیون وړاندیزونه تطبیق کړي او اړوندو ارګانونو ته یې لارښوونه وکړه، چې په دې برخه کې له کمیسیون سره همکاري وکړي.

نوموړي همدارنګه د ملي امنیت عمومي ريیس ته هدایت ورکړ چې د امنیتي برخې وړاندیزونه دې وڅېړي او د هغې د تطبیق پلان دې چمتو کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست