مزارشريف (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۵): په افغانستان کې د سولې راتلو په پار له تېرو پنځو کلونو روژه لرونکی پوليس وايي، تر هغو به روژه ونیسي څو د حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې روانې خبرې مثبته نتيجه ورکړي.
په سرپل ولايت کې د شمال زون د عامه نظم د شپږمې لوا د درېيم کنډک مطبوعاتي مسوول دويم څارن نظام الدين فروتن له تېرو پنځو کلونو او دوو مياشتو راهيسې هره ورځ په هېواد کې د سولې او اداري فساد د له منځه تلو لپاره روژه نيسي.
نوموړى د بغلان ولايت اوسېدونکى دى، دوه کاله وړاندې يې په مزارشريف كې د شمال زون د عامه نظم د شپږم نمبر لوا په تخنيكي امريت کې د لومړي ساتنمن په توګه دنده ترسره کوله.
۳۷ کلن نظام الدين فروتن هغه مهال چې د روژې نيولو يې لس مياشتې کېدې، د ۱۳۹۱لمريز د ليندۍ په ۲۷مه له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې ويلي وو چې په هېواد کې د سولې او د اداري فساد د ورکېدو په موخه يې روژه نيول پيل کړې دي.
نوموړي درې کاله وروسته د ۱۳۹۳لمريز د کب په ۱۸مه له پژواک سره په دويمه ځانګړې مرکه کې وويل چې په تېرو دريو کلونو کې نه يواځې چې په هېواد کې يې د سولې راتلو او د اداري فساد د ورکېدو ارمان نه دی پوره شوی، بلکې په اړه يې د دولت پايلې لرونکې چارې هم تر سترګو نه شوې.
خو فروتن پنځه کاله وروسته، که څه هم په افغانستان کې د سولې راتلو ته يو څه هيله من شوی دی؛ خو پر خپل هوډ هم کلک ولاړ دی.
نوموړي د چنګاښ په ۵مه پژواک ته په ځانګړې مرکه کې وويل: ((له خپل تصميم څخه نه اوړم، تر کومې چې مې په وطن کې سوله نه وي راغلي او د فساد پر وړاندې کره تصميم نه وي نيول شوی، همداسې به روژه يم.))
هغه چې له ګلبدين حکمتيار سره د سولې روانو خبرو ته هيله من و، وايي چې له تېرو څو مياشتو د سولې په تړاو ښې خبرې اوري.
فروتن چې د تېر په څېر يې برګه درېشي پر تن وه، پر شونډو يې د روژه لرونكي په څېر سپين پتري برېښېدل، خو اوس له څېرې روڼ او تازه ښکارېده.
نوموړي وويل چې د خپل وطن لپاره يې څه کول غوښتل، هوډ يې وکړ چې تر هغې به روژه وي، تر کومې چې يې په هېواد کې سوله نه وي راغلې او جګړه پای ته نه وي رسېدلې.
هغه د تېرو وختونو په پرتله په هېواد کې امن او ثبات په تړاو ډېر باوري وو؛ زياته يې کړه چې اوسني حکومت تر ډېره د سولې او د بهرني سياست په تړاو ښه ګامونه اخيستي دي.
فروتن له دې سره چې دعا يې څه ځای نیولی، زياته کړه: ((له حزب اسلامي سره د سولې خبرې ګټورې دي، زه ورته ډېر خوشبين يم، زه دعا کوم چې محترم ګلبدين حکمتيار ټوپک کېږدي او د نظام برخه وګرځي، که داسې وشول، نو له هماغې ورځې وروسته روژې نه نیسم.))
login or register a new account.