منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۹ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

روژه نیونکی پولیس: له حکمتیار سره تر سولې کېدو پورې به روژه نیسم

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۵): په افغانستان کې د سولې راتلو په پار له تېرو پنځو کلونو روژه لرونکی پوليس وايي، تر هغو به روژه ونیسي څو د حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې روانې خبرې مثبته نتيجه ورکړي.

په سرپل ولايت کې د شمال زون د عامه نظم د شپږمې لوا د درېيم کنډک مطبوعاتي مسوول دويم څارن نظام الدين فروتن له تېرو پنځو کلونو او دوو مياشتو راهيسې هره ورځ په هېواد کې د سولې او اداري فساد د له منځه تلو لپاره روژه نيسي.

نوموړى د بغلان ولايت اوسېدونکى دى، دوه کاله وړاندې يې په مزارشريف كې د شمال زون د عامه نظم د شپږم نمبر لوا په تخنيكي امريت کې د لومړي ساتنمن په توګه دنده ترسره کوله.

۳۷ کلن نظام الدين فروتن هغه مهال چې د روژې نيولو يې لس مياشتې کېدې، د ۱۳۹۱لمريز د ليندۍ په ۲۷مه له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې ويلي وو چې په هېواد کې د سولې او د اداري فساد د ورکېدو په موخه يې روژه نيول پيل کړې دي.

نوموړي درې کاله وروسته د ۱۳۹۳لمريز د کب په ۱۸مه له پژواک سره په دويمه ځانګړې مرکه کې وويل چې په تېرو دريو کلونو کې نه يواځې چې په هېواد کې يې د سولې راتلو او د اداري فساد د ورکېدو ارمان نه دی پوره شوی، بلکې په اړه يې د دولت پايلې لرونکې چارې هم تر سترګو نه شوې.

خو فروتن پنځه کاله وروسته، که څه هم په افغانستان کې د سولې راتلو ته يو څه هيله من شوی دی؛ خو پر خپل هوډ هم کلک ولاړ دی.

نوموړي د چنګاښ په ۵مه پژواک ته په ځانګړې مرکه کې وويل: ((له خپل تصميم څخه نه اوړم، تر کومې چې مې په وطن کې سوله نه وي راغلي او د فساد پر وړاندې کره تصميم نه وي نيول شوی، همداسې به روژه يم.))

هغه چې له ګلبدين حکمتيار سره د سولې روانو خبرو ته هيله من و، وايي چې له تېرو څو مياشتو د سولې په تړاو ښې خبرې اوري.

فروتن چې د تېر په څېر يې برګه درېشي پر تن وه، پر شونډو يې د روژه لرونكي په څېر سپين پتري برېښېدل، خو اوس له څېرې روڼ او تازه ښکارېده.

نوموړي وويل چې د خپل وطن لپاره يې څه کول غوښتل، هوډ يې وکړ چې تر هغې به روژه وي، تر کومې چې يې په هېواد کې سوله نه وي راغلې او جګړه پای ته نه وي رسېدلې.

هغه د تېرو وختونو په پرتله په هېواد کې امن او ثبات په تړاو ډېر باوري وو؛ زياته يې کړه چې اوسني حکومت تر ډېره د سولې او د بهرني سياست په تړاو ښه ګامونه اخيستي دي.

فروتن له دې سره چې دعا يې څه ځای نیولی، زياته کړه: ((له حزب اسلامي سره د سولې خبرې ګټورې دي، زه ورته ډېر خوشبين يم، زه دعا کوم چې محترم ګلبدين حکمتيار ټوپک کېږدي او د نظام برخه وګرځي، که داسې وشول، نو له هماغې ورځې وروسته روژې نه نیسم.))

هغه وويل، که چېرې همداسې وشي؛ نو له دولت څخه هيله کوي چې د سولې د دې دروازې د خلاصون په موخه ده ته، زمينه برابره کړي چې خپل روژه په سعودي عربستان کې، په حرم شريف کې ماته کړي.

د هغه په وينا، هېواد يې له يوې خوا د جنګ او له بلې خوا د اداري فساد له امله هره ورځ د تباهۍ كندې ته په غورځېدو دى؛ نو ده تر خپلې وسې خداى ته مخ ور ګرځولى چې له هېواد سره يې مرسته وكړي.

فروتن به په خپلو خبرو كې پر خپل ښي مټ لګېدلي د هېواد پر بيرغ لاس كېښود، له قسم خوړولو وروسته يې وويل: ((كه چېرې مشران لكه څنګه چې خبرې كوي، همداسې عمل هم وكړي؛ نو ټولې ستونزې به هوارې شي.))

نوموړي زياته کړه چې له تېرو څو مياشتو رسنۍ اوري او هيله يې پيدا شوې چې د سولې په اړه د اشرف غني روانې هڅې به نتيجه ورکړي.

د هغه په وينا، د جګړې او نا امنيو تر څنګ په دولتي ادارو کې شته فساد هم افغانانو ته د زغملو وړ نه دی.

نظام الدين وويل چې په خپله له اداري فساد سره نه دى مخ شوى؛ خو هره ورځ په رسنيو كې اوري، خلك ورته كيسې كوي چې هېواد يې په پوره توګه په فساد كې ښكېل دى.

نوموړي له ولسمشره هيله وكړه چې د سولې د پروسې لپاره روانې هڅې لا پسې ګړندۍ كړي او همداراز په فساد كې ښكېل چارواكي ونيسي او د افغانستان د قانون په رڼا كې پرې عدالت پلى كړي.

د هغه په وينا، وياړي چې په هېواد کې د سولې راتلو په موخه يې په خپله خوښه دغه ديني چاره پيل کړې او د هيلو د نه پوره کېدو په حال کې به يې د ژوند تر وروستي بريده روانه ساتي.

فروتن وويل چې دى درې زامن (۱۳كلن، ۱۵ كلن او ۱۷كلن) او يوه نهه كلنه لور لري او اوسمهال په پلخمري كې د ده له مېرمنې سره ژوند كوي.

كه څه هم د روژې نيولو په لومړيو پړاوونو كې نظام الدين له يو څه ستونزو سره مخ شوى؛ خو بيا يې هم له خپل هوډه مخ نه دى اړولى.

نوموړي وويل چى په پيل كې ورته يو څه سخته تمامېده؛ خو ورو ورو ورسره عادت شو، تر دې چې اوس يې ورته ګټه هم رسولې ده.

د هغه په وينا، ده د معدې ناورغي درلوده چې د روژې له نيولو سره سم يې دغه ناروغي په بشپړ ډول ورکه شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور