ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د ګمرک پر ځينو مسوولینو د اداري فساد تور پورې شو

د خوست د ګمرک پر ځينو مسوولینو د اداري فساد تور پورې شو

author avatar
26 Jun 2016 - 16:50
د خوست د ګمرک پر ځينو مسوولینو د اداري فساد تور پورې شو
author avatar
26 Jun 2016 - 16:50

خوست ښار (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٥): د خوست د ولايتي شورا رييس او ځينې نورې سرچينې ادعا کوي چې د دغه ولايت د ګمرک مسوولين په پراخ اداري فساد کې ښکېل دي.

د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي له پژواک اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې په دغه رياست کې د نامسلکي کسانو ګومارنې اداري فساد ته زمينه برابره کړې ده.

هغه په دې برخه کې د ګمرک رييس سنګر نيازي ته په اشارې سره وويل، له هغه مهال راهيسې چې دی او ځينې نور کسان په دغه رياست کې پر دندو ګومارل شوي، اختلاس او رشوت په کې اوج ته رسېدلی دی.

نوموړي د بېلګې په ډول وويل: ((څه موده وړاندې په موسی خېلو ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو له امونيم نايټرېټ سرې څخه بار يو لارۍ موټر ونيو، خو د ګمرک مسوولينو د مرغانو د دانو په نوم د پيسو په بدل کې خوشی کړ.))

واحدزي همدارنګه وويل، هره ورځ په بېلابېلو نومونو د ګمرک د مامورينو له لوري له سوداګرو او همدارنګه له بار وړونکو موټرو د باج په نوم پيسې اخيستل کېږي.

هغه زياته کړه: ((د ګمرک رييس له هرې ګمرکي پوستې څخه هره مياشت سل زره افغانۍ خپل جېب ته اچوي، موږ په دې برخه کې اسناد هم لرو.))

د خوست د ولايتي شورا رييس دغه راز زياته کړه چې د ګمرک په فساد کې د دغه رياست مامورين او ځينې نور کسان هم ښکېل دي، خو په دې برخه کې يې د کوم بل چا نوم وانه خيست.

د خوست د ښاري اتحاديې مشر حاجي جمال تڼي پژواک اژانس ته وويل چې د دې ستونزې د هواري لپاره په ګمرک کې بنسټيزو اصلاحاتو ته جدي اړتيا لېدل کېږي.

هغه زياته کړه: ((د ګمرک د هرې ورځې عوايد بايد کنټرول شي، خو دلته ځينې کسان شته چې دا کار نه کوي او په لوی لاس يې فساد ته زمينه برابره کړې ده.))

پژواک هڅه وکړه چې د يادو لګول شوو تورونو په اړه د دغه ولايت د ګمرک د رييس سنګر نيازي غبرګون هم واخلي، خو نوموړي يواځې دومره وويل چې کولای شي په دې اړه له وزارت سره اړيکه ونيسئ.

د ماليې وزارت وياند اجمل عبدالرحيم زي بيا له پژواک اژانس سره په خبرو کې په ګمرکونو کې فساد رد نه کړ، خو په دې برخه کې يې د جدي اقداماتو لپاره د شواهدو غوښتنه وکړه.

هغه وويل: ((که د خوست، ننګرهار او يا بل کوم ولايت په ګمرک کې د اداري فساد په اړه د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړي، رسنۍ او نور هر څوک کره اسناد ولري، رادې وړي، چې موږ جدي اقدامات وکړو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.