منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۲ غ.و
۱۴°ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوست د ګمرک پر ځينو مسوولینو د اداري فساد تور پورې شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۳ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٥): د خوست د ولايتي شورا رييس او ځينې نورې سرچينې ادعا کوي چې د دغه ولايت د ګمرک مسوولين په پراخ اداري فساد کې ښکېل دي.

د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي له پژواک اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې په دغه رياست کې د نامسلکي کسانو ګومارنې اداري فساد ته زمينه برابره کړې ده.

هغه په دې برخه کې د ګمرک رييس سنګر نيازي ته په اشارې سره وويل، له هغه مهال راهيسې چې دی او ځينې نور کسان په دغه رياست کې پر دندو ګومارل شوي، اختلاس او رشوت په کې اوج ته رسېدلی دی.

نوموړي د بېلګې په ډول وويل: ((څه موده وړاندې په موسی خېلو ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو له امونيم نايټرېټ سرې څخه بار يو لارۍ موټر ونيو، خو د ګمرک مسوولينو د مرغانو د دانو په نوم د پيسو په بدل کې خوشی کړ.))

واحدزي همدارنګه وويل، هره ورځ په بېلابېلو نومونو د ګمرک د مامورينو له لوري له سوداګرو او همدارنګه له بار وړونکو موټرو د باج په نوم پيسې اخيستل کېږي.

هغه زياته کړه: ((د ګمرک رييس له هرې ګمرکي پوستې څخه هره مياشت سل زره افغانۍ خپل جېب ته اچوي، موږ په دې برخه کې اسناد هم لرو.))

د خوست د ولايتي شورا رييس دغه راز زياته کړه چې د ګمرک په فساد کې د دغه رياست مامورين او ځينې نور کسان هم ښکېل دي، خو په دې برخه کې يې د کوم بل چا نوم وانه خيست.

د خوست د ښاري اتحاديې مشر حاجي جمال تڼي پژواک اژانس ته وويل چې د دې ستونزې د هواري لپاره په ګمرک کې بنسټيزو اصلاحاتو ته جدي اړتيا لېدل کېږي.

هغه زياته کړه: ((د ګمرک د هرې ورځې عوايد بايد کنټرول شي، خو دلته ځينې کسان شته چې دا کار نه کوي او په لوی لاس يې فساد ته زمينه برابره کړې ده.))

پژواک هڅه وکړه چې د يادو لګول شوو تورونو په اړه د دغه ولايت د ګمرک د رييس سنګر نيازي غبرګون هم واخلي، خو نوموړي يواځې دومره وويل چې کولای شي په دې اړه له وزارت سره اړيکه ونيسئ.

د ماليې وزارت وياند اجمل عبدالرحيم زي بيا له پژواک اژانس سره په خبرو کې په ګمرکونو کې فساد رد نه کړ، خو په دې برخه کې يې د جدي اقداماتو لپاره د شواهدو غوښتنه وکړه.

هغه وويل: ((که د خوست، ننګرهار او يا بل کوم ولايت په ګمرک کې د اداري فساد په اړه د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړي، رسنۍ او نور هر څوک کره اسناد ولري، رادې وړي، چې موږ جدي اقدامات وکړو.))

عبدالرحيم زي همدارنګه زياته کړه، چې په ماليې وزارت کې د نوې رهبرۍ په منځته راتلو سره د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه پيل شوې او دا يې د خپلو کارونو له لومړيتوبونو څخه بللې ده.

په ورته وخت کې د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ بيا په ګمرک کې د شته اداري فساد پخلی وکړ، خو د ولايتي شورا د رييس له لوري د ګمرک پر رييس د لګولو شوو تورونو په اړه يې څه ونه ويل.

هغه پژواک اژانس ته وويل، ولايتي اداره د هغه هوډ پر بنسټ چې د اداري فساد د مبارزې په برخه کې يې لري، د ګمرک په ګډون په ټولو دولتي ادارو کې د اداري فساد د له منځه وړو ته ژمنه ده.

ځدراڼ زياته کړه: ((له بده مرغه موږ تاييدوو چې په ګمرک کې اوس هم فساد شته، د عوايدو فرار او ضايعات شته، خو دا په دې معنا نه دي چې ولايتي اداره به يواځې د دې سيل کوي.))

د دې تر څنګ ويل کېږي چې له خوست ولايت سره د پاکستاني پوځيانو له لوري د سرحدي لارو په تړل کېدو سره د دغه ولايت د ګمرک عوايد په بې ساري ډول ټيټ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه