کندهار (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٥): د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د يوې امنيتي پوستې دوو پوليسو خپل درې پوليس ملګري وژلي او وروسته تښتېدلي دي.
دغه پېښه د دې ولسوالۍ په توره پوسته کې شوې ده.
يوې باوري امنيتي سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وويل، دوو پوليسو چې له وسله والو مخالفينو سره يې اړيکې لرلې، درې نور پوليس وژلي او تښتېدلي دي.
سرچينې زياته کړه، دغو دوو تنو يوه اندازه وسلې هم له ځانونو سره وړې دي.
د کندهار امنيتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت منلى دى. د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې بريد کوونکي د دوى ملګري وو او له پېښې وروسته يې تر هغوى ځان رسولى دى.
دا په کندهار کې لومړۍ پېښه نه ده، بلکې تر دې وړاندې په يو شمېر ولسواليو کې ورته پېښې شوې او بريد کوونکي تښتېدلي دي.
د يوه بل خبر له مخې، افغان ځانګړو ځواکونو په شاوليکوټ ولسوالۍ کې عمليات کړي چې پر مهال يې يوه ډله وسله وال وژل شوي، ژوندي نيول شوي او يوه اندازه مهمات د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه عمليات تېره شپه د دې ولسوالۍ په چغتو سيمه کې شوي چې پر مهال يې ٤ وسله وال وژل شوي او ٥ نور ژوندي نيول شوي دي.
دى وايي، د عملياتو پر مهال له يوه پټنځاى څخه د يوې اندازې وسلو او مهماتو تر څنګ د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت د سرتېرو ١٢٧ جوړې يونيفورم هم ترلاسه شوي دي.
خپلواک زياتوي، وسله والو له دغو يونيفورمونو څخه د خپلو ترهګريز بريدونو لپاره کار اخيست چې په نيول کېدو يې د هغوى پلانونه شنډ شول.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.