Language

په خوست کې د حقاني شبکې  ١١ کسيزه ډله نيول شوې

کابل (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٥): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې په خوست ولايت کې د حقاني شبکې ١١ کسيزه ډله نيول شوې ده.

په کابل کې د ياد رياست لخوا د چنګاښ په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې ياد کسان په دې وروستيو کې د ملي امنيت د منسوبينو لخوا نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې دا ډله د خوست ولايت په اړوندو برخو کې په ترهګريزو چارو او ماين خښونو لاس پورې کاوه چې ددوى لخوا ونيول شول.

د ملي امنيت رياست ويلي، چې له دوى څخه ١١ ميله کلاشينکوفونه، ٢٦ ميله بېلا بېل ډول وسلې، پنځه تومانچې، د ٨٢ ملي متري توپ ١٨ مرمۍ او ٦٠٠٠ فيره مرمۍ ترلاسه شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ياد کسانو هوډ درلود چې د روژې په مبارکه مياشت کې نا امني رامنځته کړي او خلکو ته مرګ ژوبله واړوي.

يادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.