Language

ولسمشر غني د اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې ادا کړ

(پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۵): ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې ادا کړ او له لمونځ کوونکو سره یې د اختر مبارکي وکړه.

له ارګه د چنګاښ په ۱۶مه په یوه خپره شوط خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر وروسته د دارالایتام له ماشومانو، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست، اطفائیې ریاست او د اوبو رسولو ریاست له کارکوونکو سره د اختر مبارکي وکړه او هغوی ته یې اختري (عیدي) ورکړه.

دغه راز ولسمشر له اهل هنود هېوادوالو سره ستړې مشي او د کوچني اختر مبارکي وکړه.

خبرپاڼه کاږي چې په دې کتنه کې په مشرانو جرګه کې د اهل هنود استازې انارکلي هنریار د هېواد د امنیتي او دافاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د ډاډګیرنې ورکولو پر مهال وویل، موږ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوو.

هغې زیاته کړه: ((موږ د اداري فساد پر ضد له عدلي او قضایي مرکز څخه ملاتړ اعلانوو او هیله لرو چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د خلکو لپاره ښې لاسته راوړنې ولري.))

هنریار د اهل هنود په استازیتوب د مړو سوځولو د ځای د ستونزې حل ته د ولسمشر له جدي پاملرنې څخه مننه وکړه او وې ویل، دا پروسه جریان لري او نږدې راتلونکي کې حل کېږي.

سناتورې هنریار د وارسا راتلونکې ناستې په هکله وویل، هیله لرم چې دغه ناسته د افغانستان لپاره ګټوره تمامه شي او نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړي.

هغې دېته په اشارې چې تروریزم د ټولو ګډ دښمن دی او دین او مذهب نه پېژني وویل، په سعودي عربستان کې پر ترهګریزو بریدونوخواشیني یو.

ولسمشر اهل هنود او سک هېوادوالو ته د ښه راغلاست پر مهال له هغوی له دې امله مننه وکړه چې دریځ یې تل اصولي او ملي دی او د قانون غوښتونکي دي.

ولسمشر غني څرګنده کړه، افغانستان واضح باور لري چې د هېواد اهل هنود او سکان د افغانستان اتباع دي او نورو افغانانو ته ورته حقوق او وجایب لري.

هغه زیاته کړه: ((زموږ بچیان له کورنیو لرې د هېواد د وسله والو ځواکونو په لیکو کې دي؛ ځکه غواړي ټول خلک په ډاډمنه فضا کې له خپلو کورنیو سره اختر ولمانځي. دا زموږ لپاره لوی ویاړ دی چې اولادونه مو د الله ج د هدایت، د خاورې او اساسي قانون لپاره قرباني ورکوي.))

ولسمشر وویل: ((سرقومانداني ځواکمن زړه غواړي؛ په دې معنا چې هره ورځ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهادت خبر ما ته را رسېږي، یوازې خدای ج زما له زړه خبر دی او هره ورځ چې یو ځوان لومړي صف ته لېږم بیا هم پوهېږو چې دا څومره دروند مسوولیت دی.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.