(پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۵): ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې ادا کړ او له لمونځ کوونکو سره یې د اختر مبارکي وکړه.
له ارګه د چنګاښ په ۱۶مه په یوه خپره شوط خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر وروسته د دارالایتام له ماشومانو، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست، اطفائیې ریاست او د اوبو رسولو ریاست له کارکوونکو سره د اختر مبارکي وکړه او هغوی ته یې اختري (عیدي) ورکړه.
دغه راز ولسمشر له اهل هنود هېوادوالو سره ستړې مشي او د کوچني اختر مبارکي وکړه.
خبرپاڼه کاږي چې په دې کتنه کې په مشرانو جرګه کې د اهل هنود استازې انارکلي هنریار د هېواد د امنیتي او دافاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د ډاډګیرنې ورکولو پر مهال وویل، موږ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوو.
هغې زیاته کړه: ((موږ د اداري فساد پر ضد له عدلي او قضایي مرکز څخه ملاتړ اعلانوو او هیله لرو چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د خلکو لپاره ښې لاسته راوړنې ولري.))
هنریار د اهل هنود په استازیتوب د مړو سوځولو د ځای د ستونزې حل ته د ولسمشر له جدي پاملرنې څخه مننه وکړه او وې ویل، دا پروسه جریان لري او نږدې راتلونکي کې حل کېږي.
سناتورې هنریار د وارسا راتلونکې ناستې په هکله وویل، هیله لرم چې دغه ناسته د افغانستان لپاره ګټوره تمامه شي او نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړي.
هغې دېته په اشارې چې تروریزم د ټولو ګډ دښمن دی او دین او مذهب نه پېژني وویل، په سعودي عربستان کې پر ترهګریزو بریدونوخواشیني یو.
ولسمشر اهل هنود او سک هېوادوالو ته د ښه راغلاست پر مهال له هغوی له دې امله مننه وکړه چې دریځ یې تل اصولي او ملي دی او د قانون غوښتونکي دي.
ولسمشر غني څرګنده کړه، افغانستان واضح باور لري چې د هېواد اهل هنود او سکان د افغانستان اتباع دي او نورو افغانانو ته ورته حقوق او وجایب لري.
هغه زیاته کړه: ((زموږ بچیان له کورنیو لرې د هېواد د وسله والو ځواکونو په لیکو کې دي؛ ځکه غواړي ټول خلک په ډاډمنه فضا کې له خپلو کورنیو سره اختر ولمانځي. دا زموږ لپاره لوی ویاړ دی چې اولادونه مو د الله ج د هدایت، د خاورې او اساسي قانون لپاره قرباني ورکوي.))
ولسمشر وویل: ((سرقومانداني ځواکمن زړه غواړي؛ په دې معنا چې هره ورځ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهادت خبر ما ته را رسېږي، یوازې خدای ج زما له زړه خبر دی او هره ورځ چې یو ځوان لومړي صف ته لېږم بیا هم پوهېږو چې دا څومره دروند مسوولیت دی.))
نوموړي زیاته کړه، ټول باید پوه شي چې جنګ پر موږ تحمیل شوی او د حق، د ماشومانو د راتلونکي او د ټولو افغانانو د مصونیت لپاره جنګېږو.
اشرف غني په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو له سفیرانو او ډیپلوماتانو سره چې د اختر لمانځه د ادا کولو لپاره ارګ ته راغلي وو، ستړي مشې وکړه او د اختر مبارکي یې ورته وویله.
ولسمشر هغوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، زما او د افغانستان د خلکو له لوري خپلو مشرانو او رهبرانو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ووایئ.
هغوی وویل، د خوښۍ احساس کوو چې له تاسو سره یو ځای مو د ارګ جامع جومات کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ او د اختر ورځې په افغانستان کې تېروو.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










