Language

د پکتیکا په مټاخان کې یوه ښوونکي په خپل شخصي لګښت ښوونځی جوړ کړی

ښرنه (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٥): د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې يوه ښوونکي پر خپل شخصي لګښت سلګونو ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره کړې ده.

د مټاخان ولسوالۍ د ښوورکچې سيمې اوسېدونکي او ښوونکي ٥٥ کلن خيال محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کلونو راهيسې د دې سيمې ټول اوسېدونکي له زده کړو محرومه وو.

ده وويل: ((د پوهنې رياست او نورو چارواکو د نا امنۍ له امله نه شو کولاى چې په دې سيمه کې مکتب جوړ کړي ما په شخصي لګښت او چاندو دلته مکتب جوړ کړى دى.))

هغه وايي چې د ياد ښوونځي ٨٠ سلنه چارې بشپړې شوې دي خو د بوديجي د نه شتوالي له امله يې اوس چارې درولې دي.

د استاد خيال محمد د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ښوونځي درې سوه زده کوونکي زده کړې کوي.

هغه زياته کړه: ((دې شاګردانو زه خپله، د کلي ملا صاحبان او ځيني نور باسواده کسان په وړيا توګه په وار وار د ټولو مضامينو درس ورکوو.))

ده وويل چې دغه پروسه يې درې کاله وړاندې پيل کړې ده او زده کوونکو ته تر شپږم ټولګي پورې زده کړې ورکوي.

په دې اړه د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالقهار پژواک ته وويل چې استاد خيال محمد له کلونو راهيسې په بېلابېلو سيمو کې د استادۍ دنده ترسره کړې ده.

هغه وويل: ((اوس يې په خپل شخصي لګښت او چاندو يو شپږ خامه اتاقونه جوړ کړي او سلګونو ماشومانو ته په کې زده کړې ورکوي الله ج دې خير ورکړي.))

ده وويل چې د مټاخان ولسوالۍ د ښوورکچې سيمې اوسېدونکي له استاد خيال محمد څخه ډېر خوښ دي او په دې برخه کې همکاري هم ورسره کوي.

دغه راز د پکتيکا والي الياس وحدت د استاد خيال محمد په اړه پژواک ته وويل: ((دا استاد ما ته راغلى وو او ورسره ومې ليدل او دا چې دې استاد ډېر ستر کار کړى ما خپل د سر لونګۍ ورته په سر کړه.))

د وحدت په وينا، له استاد خيال محمد سره يې په ياده برخه کې د هر راز مرستې ژمنه کړې ده.

login or register a new account.

Related Topics