Language

همدرد: د بلخ والي پورې اړوندو وسله والو پر موږ بريد کړى

مزار شريف (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٥): د جهادي شخصيت او پخواني والي جمعه خان همدرد زوى ادعا کوي چې بلخ والي پورې اړونده وسله والو ددوى د کورنۍ پر موټر ډزې کړې چې له امله يې درې تنه ټپيان شوي دي.

خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد دا ادعا ردوي او زياتوي چې جمعه خان همدرد پورې اړونده نامسوولو وسله والو پر پوليسو ډزې کړې او څلور تنه يې ټپيان کړي دي.

د جمعه خان همدرد زوى ګل رحمن همدرد د چنګاښ په ١٩مه، په خپل کور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې پرون يې د کورنۍ غړي په خپل شخصي موټر کې د بلخ ولسوالۍ له علم خېلو کلي څخه د مزار شريف ښار پر لوري روان و، چې پر لاره پرې وسله وال بريد وشو.

هغه زياته کړه چې په موټر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون  ددوى د کورنۍ هم غړي وو، چې په ياد بريد کې يې درې ساتوونکي ټپيان شوي دي.

همدرد وايي چې دغه بريد د بلخ  والي  عطاء محمد نور پورې اړونده د نامسووله وسله والو لخوا د کمين په ترڅ کې شوى.

ده زياته کړه : (( دوى هڅه کوله چې زموږ ټوله کورنۍ ووژني.))

نوموړي ادعا وکړه چې په بلخ ولايت کې ٩٠ سلنه ملي پوليس او ١٠٠ سلنه سيمه ييز پوليس او پاڅونوال د بلخ والي عطاء محمد نور پورې اړوند دي.

ده وويل : (( د بلخ والي له شرافتمندانه سياست څخه کار نه اخلي، بلکې خپل مقابل لوري او سياسي مخالفينو ته د حشرو خطاب کوي.))

د جمعه خان همدرد زوى دغه راز ادعا وکړه چې د بلخ والي شخصي زندان لري او څو ورځې مخکې يې له کابل څخه يو سوداګر تښتولى او په خپل کور کې يې زنداني کړى دى.

د هغه په وينا، دغه سوداګر د عطامحمد نور له زوى سره په دوبۍ کې د پيسو پر سر لانجه کړې وه.

ګل رحمن همدرد وايي : (( والي په داسې حال کې موږ پر نا امنيو تورنوي، چې په دې وروستيو کې په کشندې او چهاربولک ولسواليو کې عطاء محمد نور پورې اړوند  د نامسوولو وسله والو ترمنځ نښتې شوې او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.))

خو د بلخ د والي منير فرهاد د ګل رحمن همدرد ټولې ادعاوې ردوي او وايي چې پرون  جمعه خان همدرد پورې تړاو لرونکو  نامسووله وسله والو د چهاربولک ولسوالۍ پر امنيه قوماندان عبدالحيم خنجر چې ښار ته روان و، وسله وال بريد کړى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.