مزار شريف (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٥): د جهادي شخصيت او پخواني والي جمعه خان همدرد زوى ادعا کوي چې بلخ والي پورې اړونده وسله والو ددوى د کورنۍ پر موټر ډزې کړې چې له امله يې درې تنه ټپيان شوي دي.
خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد دا ادعا ردوي او زياتوي چې جمعه خان همدرد پورې اړونده نامسوولو وسله والو پر پوليسو ډزې کړې او څلور تنه يې ټپيان کړي دي.
د جمعه خان همدرد زوى ګل رحمن همدرد د چنګاښ په ١٩مه، په خپل کور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې پرون يې د کورنۍ غړي په خپل شخصي موټر کې د بلخ ولسوالۍ له علم خېلو کلي څخه د مزار شريف ښار پر لوري روان و، چې پر لاره پرې وسله وال بريد وشو.
هغه زياته کړه چې په موټر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ددوى د کورنۍ هم غړي وو، چې په ياد بريد کې يې درې ساتوونکي ټپيان شوي دي.
همدرد وايي چې دغه بريد د بلخ والي عطاء محمد نور پورې اړونده د نامسووله وسله والو لخوا د کمين په ترڅ کې شوى.
ده زياته کړه : (( دوى هڅه کوله چې زموږ ټوله کورنۍ ووژني.))
نوموړي ادعا وکړه چې په بلخ ولايت کې ٩٠ سلنه ملي پوليس او ١٠٠ سلنه سيمه ييز پوليس او پاڅونوال د بلخ والي عطاء محمد نور پورې اړوند دي.
ده وويل : (( د بلخ والي له شرافتمندانه سياست څخه کار نه اخلي، بلکې خپل مقابل لوري او سياسي مخالفينو ته د حشرو خطاب کوي.))
د جمعه خان همدرد زوى دغه راز ادعا وکړه چې د بلخ والي شخصي زندان لري او څو ورځې مخکې يې له کابل څخه يو سوداګر تښتولى او په خپل کور کې يې زنداني کړى دى.
د هغه په وينا، دغه سوداګر د عطامحمد نور له زوى سره په دوبۍ کې د پيسو پر سر لانجه کړې وه.
ګل رحمن همدرد وايي : (( والي په داسې حال کې موږ پر نا امنيو تورنوي، چې په دې وروستيو کې په کشندې او چهاربولک ولسواليو کې عطاء محمد نور پورې اړوند د نامسوولو وسله والو ترمنځ نښتې شوې او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.))
خو د بلخ د والي منير فرهاد د ګل رحمن همدرد ټولې ادعاوې ردوي او وايي چې پرون جمعه خان همدرد پورې تړاو لرونکو نامسووله وسله والو د چهاربولک ولسوالۍ پر امنيه قوماندان عبدالحيم خنجر چې ښار ته روان و، وسله وال بريد کړى دى.
هغه زياته کړه چې د نقيب دېوانه په نامه د همدرد د وسله والو يوه سرګروپ پر پوليسو ډزې کړي او څلور تنه يې ټپيان کړي دي.
فرهاد وايي : (( د همدرد زوى دومره لوى او مهم سړى نه دى چې تورونه پورې کوي او بيا يې موږ ځواب ووايو.))
د پوليسو په اړه د والي وياند وايي چې عطاء محمد نور د بلخ ولايت سرپرست مسوول دى او ټول پوليس بايد د هغه امر ومني.
بلخوا د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجانى درانى وايي چې دوى له پرونۍ پېښې خبر شوي چې په ترڅ کې يې له دواړو لوريو څخه اووه تنه ټپيان شوي دي.
هغه وايي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي او تر اوسه کومې پايلې ته نه دي رسيدلي چې کومې ډلې کومې ته کمين نيولى و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










