منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۵ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د برېښنا بيه دې په ټول هېواد کې يو ډول شي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۵): د مزارشريف ښار اوسېدونکي او د بلخ ولايتي شورا مسوولين وايي، په ټول هېواد کې دې د برېښنا بيه يو ډول واخيستل شي.

د مزارشريف ښار لسګونه اوسېدونکي چې د چنګاښ په ۲۶مه، د بلخ برېښنا شرکت انګړ کې غونډ شوي وو، وويل چې دوی ۶.۲۵ (شپږ عشاريه پنځه ويشت) افغانۍ بيه باندې د برېښنا د يو کيلو واټ لګښت ورته کولو ته چمتو نه دي.

د بلخ ولايتي شورا مسوولين هم د خلکو غبرګون پر ځای ګڼي او وايي، په ياده شوې بيه د مزارشريف ښار اوسېدونکي د برېښنا لګښت ورته کولو ته چمتو نه دي.

د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي محمداغا پژواک ته وويل، په هېواد کې د برېښنا لګښت په توپيري چلند اخيستل کېږي.

نوموړي زياته کړه، د مزارشريف ښار اوسېدونکي د يو کيلو واټ برېښنا بيه څه باندې شپږ افغانۍ ورکوي؛ خو د کابل اوسېدونکو ته په څه باندې درې افغانۍ ورکول کېږي.

د اتمې ناحيې اوسېدونکي مصطفي وويل، که چېرې دولت د برېښنا په بيه کې کمښت رانه ولي، نو دوی به يوه افغانۍ لګښت هم ورنه کړي.

نوموړي زياته کړه، د شته بېکارۍ او غريبۍ له امله د ښار اوسېدونکي په ټاکل شوې بيه د برېښنا د کارولو وس نه لري.

هغه وايي: ((زه خو په شپږ افغانۍ د برق د کارولو وس نه لرم، دولت دې راشي زما برق دې بند کړي.))

بلخوا د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد هم د مزارشريف ښار د اوسېدونکو غبرګون پر ځای ګڼي.

نوموړي د افغانستان د برېښنا شرکت له عمومي رييس سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې په کوم دليل د کابل او مزار د برېښنا بيه توپير لري.

نوموړي زياته کړه: ((دې هېڅ دليل نشته، چې د کابل اوسېدونکي په درې افغانۍ برېښنا کاروي او د مزار خلک دې په شپږ افغانۍ وکاروي.))

هغه وايي، دولت مکلف دی، چې په ټول هېواد کې يو شان اسانتياوې برابرې کړي.

د ولايتي شورا رييس ګواښ وکړ، که چېرې د مزار د برېښنا بيه کې بدلون را نه شي، نو د دغه ښار هېڅ وګړي به د برېښنا بېل تحويل نه کړي.

خو د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي رييس قدرت الله دلاوري، چې نن د بلخ د برېښنا شرکت د نوي رييس د معرفي کېدو لپاره مزارشريف ته راغلی و، په خبري ناسته کې وويل چې دوی په هره سيمه کې د برېښنايي اسانتياوو په پام کې نيولو سره د برېښنا بيه ټاکلې ده.

نوموړي زياته کړه، په کابل کې د برېښنا د کارېدو سيسټم د ډېرې برېښنا په کارېدو ولاړ دی.

د هغه په وينا، په کابل کې د برېښنا د يو کيلو واټ بيه له درې افغانيو څخه پيل تر دولس افغانيو پورې رسېږي.

د برېښنا شرکت رييس وويل، داسې سيمې هم شته چې ډېزلي برېښنا په کې خلکو ته وېشل شوې او د يو کيلو واټ بيه تر دېرش افغانيو پورې ورکوي.

نوموړي زياته کړه، په ټول هېواد کې د برېښنا د بيو په نظر کې نيولو سره توپيري چلند نه دی شوی او له دې وروسته به هم نه کېږي.

د هغه په خبره، افغانستان وارداتي برېښنا لري، هرې سيمې ته چې په کوم لګښت برېښنا رسېدلې وي او په کومه کچه چې کارول کېږي، هماغه اندازه بيه ورته ټاکل شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست