مزارشريف (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۵): په بلخ ولايت کې سوداګرو او پانګه والو له حکومت څخه وغوښتل، چې د مالياتو نوی قانون دې تعديل او اصلاح شي.
دوی همداراز د برېښنا بيو او د مالياتو لوړولو له امله د سوداګريزو چارو په ټکنيتوب هم اندېښنه وښوده.
د مزارشريف سوداګرو او د سوداګريزو خونو مسوولينو دغه څرګندونې د چنګاښ په ۲۷مه، مزارشريف کې د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې.
د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس ارش يونسي د يادې ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د برېښنا د بيې او مالياتو لوړولو سره به په ټول شمال او په ځانګړي ډول بلخ کې سوداګريزې چارې ټکنۍ شي.
هغه زياته کړه، دولت بايد د مالياتو د لوړولو پر ځای پر ګمرکونو څار زيات کړي، چې هره ورځ په قاچاقي ډول مالونه افغانستان ته واردېږي.
نوموړي همداراز وويل، چې د برېښنا د بيو په لوړېدو سره به يو شمېر فابريکې د سقوط له ګواښ سره مخامخ شي، چې په دې سره به خصوصي سکتور زيان وويني.
د مزار شريف سوداګر حاجی نصير احمد وايي، حکومت بايد د مالياتو نوی قانون تعديل او تصحيح کړي.
د حکومت د نوي قانون له مخې، سوداګر مکلف دي چې د هرې مياشتې په پای کې د خپلو سوداګريزو چارو په اړه حکومت ته معلومات ورکړي او همداراز په دې قانون کې ماليه له دوه فيصدو څخه څلورو ته لوړه شوې ده.
د نوموړي سوداګر په وينا، که ياد قانون د افغانستان د سوداګرو په سلا تعديل نه شي؛ نو ډېری سوداګر به خپلې سرمايې له هېواده بهر وباسي او په افغانستان کې به له پانګونې څخه ډډه وشي.
نوموړي زياته کړه، د مالياتو نوي قانون د سوداګرو لاسونه تړلي او د دوی د سوداګريزو چارو پر وړاندې يې ستر خنډونه جوړ کړي دي.
هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل، د ياد مالياتي قانون جوړوونکي د افغانستان شرايط په پام کې نه دي نيولي او ياد قانون يې د غربي قوانينو پر استناد جوړ کړی دی.
د بلخ ولايت بل سوداګر حاجي زمري حميدي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د مالياتو د لوړولو پر ځای دې په ګمرکونو کې د فساد مخنيوی وکړي.
login or register a new account.