مزارشريف (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۵): په بلخ ولايت کې سوداګرو او پانګه والو له حکومت څخه وغوښتل، چې د مالياتو نوی قانون دې تعديل او اصلاح شي.
دوی همداراز د برېښنا بيو او د مالياتو لوړولو له امله د سوداګريزو چارو په ټکنيتوب هم اندېښنه وښوده.
د مزارشريف سوداګرو او د سوداګريزو خونو مسوولينو دغه څرګندونې د چنګاښ په ۲۷مه، مزارشريف کې د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې.
د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس ارش يونسي د يادې ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د برېښنا د بيې او مالياتو لوړولو سره به په ټول شمال او په ځانګړي ډول بلخ کې سوداګريزې چارې ټکنۍ شي.
هغه زياته کړه، دولت بايد د مالياتو د لوړولو پر ځای پر ګمرکونو څار زيات کړي، چې هره ورځ په قاچاقي ډول مالونه افغانستان ته واردېږي.
نوموړي همداراز وويل، چې د برېښنا د بيو په لوړېدو سره به يو شمېر فابريکې د سقوط له ګواښ سره مخامخ شي، چې په دې سره به خصوصي سکتور زيان وويني.
د مزار شريف سوداګر حاجی نصير احمد وايي، حکومت بايد د مالياتو نوی قانون تعديل او تصحيح کړي.
د حکومت د نوي قانون له مخې، سوداګر مکلف دي چې د هرې مياشتې په پای کې د خپلو سوداګريزو چارو په اړه حکومت ته معلومات ورکړي او همداراز په دې قانون کې ماليه له دوه فيصدو څخه څلورو ته لوړه شوې ده.
د نوموړي سوداګر په وينا، که ياد قانون د افغانستان د سوداګرو په سلا تعديل نه شي؛ نو ډېری سوداګر به خپلې سرمايې له هېواده بهر وباسي او په افغانستان کې به له پانګونې څخه ډډه وشي.
نوموړي زياته کړه، د مالياتو نوي قانون د سوداګرو لاسونه تړلي او د دوی د سوداګريزو چارو پر وړاندې يې ستر خنډونه جوړ کړي دي.
هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل، د ياد مالياتي قانون جوړوونکي د افغانستان شرايط په پام کې نه دي نيولي او ياد قانون يې د غربي قوانينو پر استناد جوړ کړی دی.
د بلخ ولايت بل سوداګر حاجي زمري حميدي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د مالياتو د لوړولو پر ځای دې په ګمرکونو کې د فساد مخنيوی وکړي.
نوموړي زياته کړه، هره ورځ په قاچاقي ډول له ماليې ورکولو پرته يو شمېر سوداګر افغانستان ته واردات کوي، چې سوداګريزې چارې يې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.
د هغه په خبره، د خصوصي سکتور د ودې او په افغانستان کې د لا ډېرې پانګونې په خاطر دولت بايد له سوداګرو سره په مشوره قوانين وضع کړي.
په همدې حال کې د بلخ ولايت د سوداګرۍ او صنايعو رييس شېر احمد سپاهي زاده سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی دغه ستونزه به تر ماليې وزارت او ولسمشره پورې ورسوي.
نوموړي زياته کړه، چې دولت تل د سوداګرو تر شا ولاړی دی او په هېواد کې د خصوصي سکتور او سوداګريزو چارو د ښه ترسره کېدو لپاره هڅې کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










