مزارشريف (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۵): د بلخ ولايتي شورا مسوولين وايي، که د مزارشريف ښار د برېښنا په بيه کې بدلون رانه شي؛ نو د برېښنا رياست ته به د لګښت بېلونو د ټولولو اجازه ورنه کړي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي هم، په دې پلمه چې له دوی سره د هېواد په کچه توپيري چلند کېږي، د برېښنا لګښت له سپارلو څخه انکار کوي.
د بلخ دولتي چارواکي هم د دغه ولايت د اوسېدونکو او د ولايتي شورا د دريځ ننګه کوي؛ خو ترڅنګ يې د ستونزې د حل لپاره برېښنا شرکت ته د بلخ د کود برق دولتي فابريکې د توليدي برېښنا د پلور مسئله وړاندې کوي.
د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد د چنګاښ په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې هره ورځ ورته خلک د برېښنا بيې د لوړوالي په اړه شکايتونه کوي.
په دې وروستيو کې په مزارشريف ښار کې د يو کيلو واټ برېښنا بيه له پنځه افغانيو څخه شپږ اعشاريه پنځه ويشت (٦،٢٥) افغانيو ته لوړې شوې ده.
د ښار اوسېدونکي وايي، د دوی بېلونه د کابل ښاريانو د بېلونو له بيو سره ډېر توپير لري، چې له همدې امله ورته د منلو نه دي.
د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي محمد سليم پژواک ته وويل، حکومت خلکو ته د کار د زمينې نه برابرولو په حالت کې حق نه لري چې دولتي بېلونه لوړ کړي.
نوموړي زياته کړه، په دې وروستيو کې د مزارشريف ښار د برېښنا بيه څه باندې يوه افغانۍ لوړه شوې؛ خو په مقابل کې حکومت خلکو ته د کاري اسانتياوو په برخه کې هېڅ نه دي کړي.
د هغه په وينا، دوی ته بايد قناعت ورکړل شي چې ولې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د برېښنا بيې توپير لري.
login or register a new account.