منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۹ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ ولایتي شورا: که برېښنا بیه ټیټه نه شي، د بېلونو ټولولو اجازه نه ورکوو

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۵): د بلخ ولايتي شورا مسوولين وايي، که د مزارشريف ښار د برېښنا په بيه کې بدلون رانه شي؛ نو د برېښنا رياست ته به د لګښت بېلونو د ټولولو اجازه ورنه کړي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي هم، په دې پلمه چې له دوی سره د هېواد په کچه توپيري چلند کېږي، د برېښنا لګښت له سپارلو څخه انکار کوي.

د بلخ دولتي چارواکي هم د دغه ولايت د اوسېدونکو او د ولايتي شورا د دريځ ننګه کوي؛ خو ترڅنګ يې د ستونزې د حل لپاره برېښنا شرکت ته د بلخ د کود برق دولتي فابريکې د توليدي برېښنا د پلور مسئله وړاندې کوي.

د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد د چنګاښ په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې هره ورځ ورته خلک د برېښنا بيې د لوړوالي په اړه شکايتونه کوي.

په دې وروستيو کې په مزارشريف ښار کې د يو کيلو واټ برېښنا بيه له پنځه افغانيو څخه شپږ اعشاريه پنځه ويشت (٦،٢٥) افغانيو ته لوړې شوې ده.

د ښار اوسېدونکي وايي، د دوی بېلونه د کابل ښاريانو د بېلونو له بيو سره ډېر توپير لري، چې له همدې امله ورته د منلو نه دي.

د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي محمد سليم پژواک ته وويل، حکومت خلکو ته د کار د زمينې نه برابرولو په حالت کې حق نه لري چې دولتي بېلونه لوړ کړي.

نوموړي زياته کړه، په دې وروستيو کې د مزارشريف ښار د برېښنا بيه څه باندې يوه افغانۍ لوړه شوې؛ خو په مقابل کې حکومت خلکو ته د کاري اسانتياوو په برخه کې هېڅ نه دي کړي.

د هغه په وينا، دوی ته بايد قناعت ورکړل شي چې ولې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د برېښنا بيې توپير لري.

د مزار شريف ښار بل اوسېدونکى نعيم انوري پژواک ته وويل، سربېره پر دې چې د مزارشريف ښار وارداتي برېښنا په کم واټن او کمه بيه تر دوی رسېدلې؛ خو بيا يې هم بيه له کابل او نورو ولايتونو سره توپير لري.

نوموړي زياته کړه، په کابل کې د يو کيلوواټ برېښنا بيه څه باندې دوه افغانۍ ده، خو دوی يې نږدې درې برابره زياته ورکوي.

د هغه په وينا، که چېرې د برېښنا په بېلونو په بيه کې بدلون رانه شي، نو دوی په هېڅ صورت د لګښت ورکولو ته چمتو نه دي.

د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد هم د خلکو شکايتونه پر ځای ګڼي او ملاتړ يې کوي.

نوموړي وويل، سربېره پر دې چې د مزارشريف ښار د برېښنا د بيې لوړوالي مسئله يې تر کابله مطرحه کړې؛ خو لا هم ورته قانع کوونکى دليل نه دی ويل شوی.

هغه وايي، له تېرو لسو کلونو دوی د ازبکستان هېواد وارداتي برېښنا کاروي چې نږدې پنځه افغانۍ لګښت يې ورکاوه؛ خو په کابل کې د همدې برېښنا لګښت څه باندې دوه افغانۍ دي.

حديد زياتوي: ((د بلخ اوسېدونکو ډېره قرباني ورکړه، اوس دې د برېښنا د لګښت نيمې پيسې په کابليانو راشي، چې د مزارشريف اوسېدونکي د کم لګښت چانس پيدا کړی شي.))

نوموړي زياته کړه، نن د برېښنا رياست ته رسمي مکتوب لېږي چې د مزارشريف د برېښنا د بيو لوړوالي ورته د منلو نه دی.

دى وايي، همداراز د برېښنا رياست حق نه لري، چې د بېل د بيې د نه ورکولو په حالت کې د کوم کور برېښنا بنده او يا هم جريمه کړي.

حديد وويل، که چېرې يې حکومت غږ وانه ورېد؛ نو په نږدې موده کې به د خلکو په ملاتړ سړکونو ته ووځي او ستر لاريون به وکړي.

د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد د برېښنا د بيې د وروستي لوړوالي په تړاو د مزارشريف ښار د اوسېدونکو او د ولايتي شورا د مسوولينو د دريځ ننګه وکړه.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، څه موده وړاندې د بلخ والي عطامحمد نور د برېښنا شرکت له عمومي مسوول سره په کتنه کې په ښکاره په دې ټينګار وکړ، چې د مزارشريف ښار د برېښنا د بيې د وروستي لوړوالي په اړه بايد له سره کتنه وشي.

نوموړي زياته کړه، دوی باور لري چې د برېښنا د بيې وروستی لوړوالی د مزارشريف ښار د اوسېدونکو د وس خبره نه ده.

خو بلخوا د ولايت مقام تخنيکي او سکتوري رييس ذبيح الله اختري وايي، که چېرې د برېښنا شرکت د بلخ د کود برق دولتي فابريکې څخه توليدي برېښنا وپلوري او په ښاريانو يې ووېشي نو ممکن په اوسنۍ بيه کې کمښت راشي.

نوموړي پژواک ته وويل، له ازبکستان څخه ۴۰ مېګاواټه برېښنا د مزارشريف ښار لپاره پېرل شوې ده، په داسې حال کې چې د کود برق فابريکه د ۵ مېګاواټه برېښنا د پلور وس لري.

د هغه په وينا، که چېرې له ازبکستانه ۳۵ مېګاواټه برېښنا واخيستل شي او دلته ورسره د کود برق ۵ مېګاواټه برېښنا يوځای شي، نو په عمومي بيه کې خورا کمښت راتلی شي.

اختري وويل، د کود برق توليدي برېښنا دې فابريکې ته في کيلوواټ په دوه نيمې افغانۍ پرېوځي، چې په همدې بيه يې برېښنا شرکت ته هم پلوري.

په بلخ کې د برېښنا شرکت مسوولين، چې د مزارشريف ښار د برېښنا د بيې د لوړوالي مسئله توپيري چلند نه، بلکې د سيسټم خبره ده.

په دغه ولايت کې د برېښنا شرکت مرستيال سيد روح الله پژواک ته وويل، په مزارشريف ښار کې برېښنا په يو ډول بيو وېشل شوې؛ خو په کابل کې په کټګوريو وېشل شوې ده.

د هغه په وينا، په کابل کې د برېښنا بيه له دوه نيمو افغانيو پيل تر لس افغانيو پورې رسېږي؛ خو په مزارشريف ښار کې د ټولو لپاره څه باندې شپږ افغانۍ ټاکل شوې ده.

دى وايي، د برېښنا شرکت مرستيال د بيو د لوړوالي ستر لامل د ډالرو د قېمت په لوړوالي کې وښود.

نوموړي زياته کړه، له ازبکستان سره د برېښنا د قرارداد پر مهال د ډالرو بيه ۵۵ افغانۍ وه؛ خو اوس ۷۰ افغانيو ته رسېدلې ده.

هغه وايي، په افغانيو د ډالرو بدلېدو له امله د برېښنا په بيو کې لوړوالی راغلی دی.

د بلخ د افغان برېښنا شرکت مرستيال د ستونزې د حل په موخه د ولايت مقام د طرحې پخلی کوي؛ خو وايي چې د کود برق پر توليدي برېښنا باوري نه دي.

نوموړي وويل، څه موده وړاندې هم کود برق دوی ته د برېښنا د اخيستنې وړانديز کړی، خو د يو ساعت لپاره د برېښنا د ورکړې وس يې ونه موند.

نوموړي زياته کړه، دغه فابريکه د ګازو د مصرف له لارې د برېښنا د توليد اسانتيا موندلې؛ که ګاز لږ هم کم شي، نو بيا د برېښنا توليد له ټکنيتوب سره مخامخ کېږي.

هغه وايي، دوی مسووليت لري چې د ښار اوسېدونکو ته ثابته برېښنا ورکړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه