Language

د ولسمشر غني په مشرۍ د ځمکې او اوبو عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل (پژواک،٢٨چنګاښ٩٥): د ولسمشر غني د لارښوونې پربنسټ، د ځمکې قانون او د استملاک قانون کابينې ته د لا زيات بحث لپاره تر راتلونکو دوو اونيو پورې وړاندې کېږي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ، پرون ماښام په ارګ کې د ځمکې او اوبو عالي شورا غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د دولتي عام المنفعه امتدادي پروژو د استملاک لاندې ملکیتونو د تثبیت د طرزالعمل مسودې، د ښاري غیر رسمي استوګنې سیمو د ثبت طرز العمل، د ځمکې قانون، د ښاروالیو قانون، د ښار جوړولو قانون او د استملاک په قانون بحث وشو.

د افغانستان د ځمکو د عمومي ادارې رئیس جواد پیکار د دولتي عام المنفعه امتدادي پروژو د استملاک لاندې ملکیتونو د تثبیت د طرزالعمل په اړه غونډې ته لازم  توضیحات ورکړل.

هغه وویل، په اوسنۍ بڼه د ملکیت تثبیت یعني مالیاتي حوزې ته په پام، هغه ځمکې چې عرض یې لږ، خو اوږدوالی لري، د پروژو لپاره موثرې نه دي.

د افغانستان د ځمکې ادارې د ملکیت د تثبیت او امتدادي پروژو د استملاک نوې شېوه چې دولتي کمیسیونونه یې د ملکیت د تثبیت او پام وړ ځمکو د استملاک لپاره کاروي، په یو طرزالعمل کې ترتیب کړې ده. د دغه پیشنهادي طرزالعمل په تطبیق سره به د برېښنا لین د غځولو، سړک جوړولو، کانالونو، پایپ لاین، د رېل کرښې او نورې عام المنفعه دولتي پروژې په خپل وخت پلې شي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د دغه وزارت تخنیکي نظریات وړاندې کړل او له غونډې  یې وغوښتل، چې دغه طرز العمل دې نویو پروژو کې پلی شي، هغه پروژې چې له وړاندې د جمهوري ریاست حکم لري، د پخوا په څېر دې د مرکزي تصفیې د ګروپونو له خوا تثبیت شي.

غونډې پرېکړه وکړه، طرز العمل په اصولو کې سم دی او د منظورۍ په موخه دې کابینې ته وړاندې شي.

ورپسې د ښاري غیر رسمي رهایشي ساحو د ثبت طرزالعمل د ځمکې او اوبو عالي شورا ته وړاندې شو. د ځمکې اداره توظیف شوه چې د ښاري سکتور ادارو په همکارۍ د ښاري غیر پلاني استوګنې کورونو ثبت د کابل لومړۍ ناحیې څخه د یوې امتحاني پروژې په توګه پیل کړي او موقت سند دې چې په حقیقت کې د عمومي ثبت لومړی پړاو شمېرل کېږي، ووېشي.

ولسمشر د ځمکې ادارې دا نوښت تقدیر کړ او زیاته یې کړه، په دې هکله د موضوع هر اړخیز تحلیل، همغږۍ او دقت ته اړتیا ده.

همدارنګه د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش د طرزالعمل ترتیب تقدیر کړ او زیاته یې کړه، د طرزالعمل محتویاتو ته په پام چې د موضوع عمومي احکام رانغاړي، دغه طرزالعمل دې د قانون په مقرره بدل شي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د هغو ساحو په هکله چې د دې طرزالعمل د احکامو تر پوښښ لاندې نه راځي، وضاحت وغوښت او د ځمکې ادارې رئیس توضیحات ورکړل.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.