Language

د کندهار سوداګر او پانګه وال د مالياتو په نوي قانون کې تعديل غواړي

کندهار (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩٥): کندهار مېشتي سوداګر او پانګه وال وايي، ماليې وزرات د مالياتو داسې قانون وضع کړى چې د هېواد له اوسنيو شرايطو سره سر نه خوري او په پلي کېدو يې نه يواځې دوى، بلکې ولس ته هم زيان رسېږي.

سوداګر او پانګه وال په دغه قانون کې د تعديل غوښتنه کوي او وايي، که داسې و نه شي، نو له خپلو جوازونو به تېر شي او خپل کار ځايونه به وتړي.

په دې اړه نن د کندهار په سوداګرۍ خونه کې يوه غونډه جوړه شوې چې د سوداګرو او پانګه والو تر څنګ په کې د ولايتي شورا غړو او نورو مسوولينو هم ګډون کړى وو.

په پيل کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا خبرې وکړې او ويې ويل، د دې پر ځاى چې سوداګرو او پانګه والو ته اسانتياوې برابرې شي، برعکس ستونزې ورته جوړېږي.

هغه زياته کړه، په پيل کې به چې هر سوداګر او پانګه وال د خپل کار جواز نوى کاوه، نو نيم فيصد ماليه يې ورکوله، خو وروسته دغه ماليه په تدريجي توګه دوه- څلورو او بيا شپږو ته لوړه شوه.

د ده په خبره، د جواز د نوي کولو او ماليې ورکولو دغه پروسه دومره اوږده ده چې هر کال سوداګر دې ته وارخطا وي چې څنګه به خپل جواز نوى کوي.

دى وايي، سوداګر له دې ستونزې خلاص نه وو چې اوس د ماليې وزارت د سوداګرو او پانګه والو لپاره د مالياتو ورکولو يو بل داسې قانون وضع کړى چې ډېر پېچلى او ستړى کوونکى دى.

د ده په خبره، په دغه نوي قانو کې ډېرې داسې مادې شته چې له مخې يې تاجر مجبور دى د مستوفيت تر څنګ به محکمې، څارنوالۍ، پوليسو، مالياتي ګروپونو او نورو نهادونو ته هم مراجعه کوي، په دې توګه به له تاجرانو کار پاتې وي او ټول کال به په دغو کيسو اخته وي.

دى وايي، په نوي وضع شوي قانون کې يوه ماده داسې ده چې که يو سوداګر هره مياشت تر پنځلس ورځو پورې ماليه ور نه کړي، د پوليسو په مرسته به يې کار ځاى تړل کېږي او ممنوع الخروج به ګڼل کېږي.

د نوموړي په وينا، دغه راز که د کوم شرکت يا سوداګر د کار اسناد د اړوندو ادارو د قناعت وړ نه وو، واردات او کار به يې بندېږي.

بينا دغه راز يادونه وکړه چې په دغه قانون کې ګڼې مادې داسې دي چې د هېواد له شرايطو سره سر نه خوري او پلي کول يې د ده په وينا، له تاجرانو او ولس سره جفا ده.

هغه زياته کړه، د هغوى د نننۍ غونډې موخه دا ده چې که پر دغه قانون مشوره نه وي شوې، په کار ده د اقتصاد پوهانو او تاجرانو سره ورباندې مشورې وشي او تعديل په کې راوستل شي.

login or register a new account.