کندهار (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩٥): کندهار مېشتي سوداګر او پانګه وال وايي، ماليې وزرات د مالياتو داسې قانون وضع کړى چې د هېواد له اوسنيو شرايطو سره سر نه خوري او په پلي کېدو يې نه يواځې دوى، بلکې ولس ته هم زيان رسېږي.
سوداګر او پانګه وال په دغه قانون کې د تعديل غوښتنه کوي او وايي، که داسې و نه شي، نو له خپلو جوازونو به تېر شي او خپل کار ځايونه به وتړي.
په دې اړه نن د کندهار په سوداګرۍ خونه کې يوه غونډه جوړه شوې چې د سوداګرو او پانګه والو تر څنګ په کې د ولايتي شورا غړو او نورو مسوولينو هم ګډون کړى وو.
په پيل کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا خبرې وکړې او ويې ويل، د دې پر ځاى چې سوداګرو او پانګه والو ته اسانتياوې برابرې شي، برعکس ستونزې ورته جوړېږي.
هغه زياته کړه، په پيل کې به چې هر سوداګر او پانګه وال د خپل کار جواز نوى کاوه، نو نيم فيصد ماليه يې ورکوله، خو وروسته دغه ماليه په تدريجي توګه دوه- څلورو او بيا شپږو ته لوړه شوه.
د ده په خبره، د جواز د نوي کولو او ماليې ورکولو دغه پروسه دومره اوږده ده چې هر کال سوداګر دې ته وارخطا وي چې څنګه به خپل جواز نوى کوي.
دى وايي، سوداګر له دې ستونزې خلاص نه وو چې اوس د ماليې وزارت د سوداګرو او پانګه والو لپاره د مالياتو ورکولو يو بل داسې قانون وضع کړى چې ډېر پېچلى او ستړى کوونکى دى.
د ده په خبره، په دغه نوي قانو کې ډېرې داسې مادې شته چې له مخې يې تاجر مجبور دى د مستوفيت تر څنګ به محکمې، څارنوالۍ، پوليسو، مالياتي ګروپونو او نورو نهادونو ته هم مراجعه کوي، په دې توګه به له تاجرانو کار پاتې وي او ټول کال به په دغو کيسو اخته وي.
دى وايي، په نوي وضع شوي قانون کې يوه ماده داسې ده چې که يو سوداګر هره مياشت تر پنځلس ورځو پورې ماليه ور نه کړي، د پوليسو په مرسته به يې کار ځاى تړل کېږي او ممنوع الخروج به ګڼل کېږي.
د نوموړي په وينا، دغه راز که د کوم شرکت يا سوداګر د کار اسناد د اړوندو ادارو د قناعت وړ نه وو، واردات او کار به يې بندېږي.
بينا دغه راز يادونه وکړه چې په دغه قانون کې ګڼې مادې داسې دي چې د هېواد له شرايطو سره سر نه خوري او پلي کول يې د ده په وينا، له تاجرانو او ولس سره جفا ده.
هغه زياته کړه، د هغوى د نننۍ غونډې موخه دا ده چې که پر دغه قانون مشوره نه وي شوې، په کار ده د اقتصاد پوهانو او تاجرانو سره ورباندې مشورې وشي او تعديل په کې راوستل شي.
د کندهار يوه سوداګر حاجي محمد ولي هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، که هر سوداګر او پانګه وال د مالې وزارت د مالياتو نوى قانون وګوري، خپل جواز به وسوځوي او له تجارت څخه به لاس پر سر شي.
د ده په خبره، هومره چې حکومت له تاجرانو ماليه اخلي او پېچلي قوانين ورباندې پلي کوي، خو اسانتياوې يې بيا نه دې ورته برابرې کړي.
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې ملت دې خپل وبولي او داسې قوانين دې ورباندې پلي کړي چې هغوى په کې زيانمن نه شي.
د حاجي عتيق الله په نوم يوه پانګه وال ادعا وکړه چې د ماليې وزرات د مالياتو نوى قانون کټ مټ د امريکا د مالياتو د قانون پر بنسټ جوړ شوى او د افغانستان د تاجرانو او پانګه والو تر سويې لوړ دى.
هغه زياته کړه، د دغه نوي قانون له مخې اړوندې ادارې له يوه تاجر يا پانګه وال څخه هره مياشت بيلانس غواړي، خو هغوى چې د کاروبار په ترڅ کې خپلې بندې شوې پيسې تر پنځلسو ورځو او يوې مياشتې پورې نه شي تر لاسه کولاى، نو ماليه به څنګه ژر ورکړي.
د ده په خبره، په دې قانون کې دا او ورته نورې ډېرې مادې داسې دي چې رشوت ورکولو او فساد ته لار هواروي.
نوموړي وويل: ((اوس به مستوفيت له تاجرانو هم ماليه اخلي او هم رشوت.))
د حاجي عبدالاحد په نوم يوه سوداګر وويل، حکومت په تېرو پنځلسو کلونو کې د صنعت او تجارت د ودې په برخه کې هيڅ نه دي کړي.
هغه د بېلګې په توګه په هېواد کې د غير الکولي مشروباتو د توليد فابريکې يادې کړې چې توليدات يې له بهرنيو هېواد هېوادونو څخه را واردېدونکو غيرالکولي مشروباتو تر خپل اغېز لاندې راوستلي او حکومت دومره هم و نه کړل چې د واردولو مخنيوى يې وکړي.
د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال هم د سوداګرو او پانګه والو نيوکې او غوښتنې پر ځاى وګڼلې او له حکومت څخه يې د مالياتو په نوي قانون کې د تعديل غوښتنه وکړه.
د کندهار د ولايتي شورا غړي او د ولسمشر سلاکار حاجي اغا لالي دستګيري هم وويل چې د هېواد د سوداګرو وضعيت هغسې نه دى لکه د نورې نړۍ، په کار ده چې قوانين ورته د دې ځاى له شرايطو سره سم وټاکل شي.
خو هغه دا يادونه هم وکړه چې څه موده مخکې ولسمشر کندهار ته د خپل سفر پر مهال له سوداګرو غوښتنه وکړه چې که هره ستونزه لري، نو په کابل کې دې يې له هغه سره شريک کړي، چې سوداګرو تر اوسه دا کار نه دى کړى.
دغه راز قومي مشر او د ولسمشر بل سلاکار حاجي اسدالله وويل چې تاجران دې مسايل او ستونزې په يووالي مطرح کړي او په نظام پسې دې تخريب نه کوي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوول حاجي نصر الله زهير وويل، که حکومت پر تاجرانو او پانګه والو شرايط سختوي، نو زور يې بېرته تر ولس خېژي، ځکه هغوى مجبور دي د ماليې بيه بېرته پر اجناسو واچوي او په ګران يې وپلوري.
نوموړي د دې ترڅنګ د يو شمېر ستونزو د برېښنا د نشتوالي، د مالياتو د لوړوو، ناامنۍ او نورو يادونه وکړه چې سوداګرۍ او پانګوالي يې اغېزمنه کړې او حکومت يې بايد د حل لپاره ګامونه واخلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










