Language

حکومت دې د لوګر د مرکز پل علم د رغولو لپاره بودیجه ځانګړې کړي

پل علم (پژواک، ٢٩ چنګاښ ۹۵): د لوګر سرپرست ښاروال ادعا کوي چې تېرو ښاروالانو د مرکز پل علم لپاره کار نه دى کړى او د ښاروالۍ بوديجه بېځايه لګول شوې ده.

هغه وويل کومې ښاري اسانتياوې چې بايد د ښار د اوسېدونکو لپاره رامنځته شوې وای، نه دې رامنځته شوې.

هغه زياته کړه: ((زموږ د ښار اتيا سلنه برخه لا هم د ښار په ډول نه ده، سړکونه یې خام دي، جګ او ټيټ ځايونه لري چې ښاریان یې له ستونزو سره مخ کړي دي.))

ده وويل چې د لوګر د اوسېدونکو لپاره د څښاک اوبه او کاناليزاسيون سيستم، پاخه سړکونه، شنه سيمه او تفريحي پارکونه نه دي رغول شوي.

سادات د يادو کارونو د نه ترسره کېدو پړه د لوګر پر تېرو ښاروالانو واچوله او ويي ويل: ((پر خپل سر يې ځمکې وېشلې او د ښاروالۍ بوديجه يې بېځايه لګولې ده، هېڅ کار يې نه دى کړى، بس خپل جېب ډک کړى دى.))

خو هغه د کوم ښاروال نوم ياد نه کړ.

نوموړی وايي چې دا مهال د لوګر د ښاروالۍ لګښت تر عوايدو لوړ دى نو ښاروالي نه شي کولاى چې د سړک يا هم کوبه لويه پروژه پلې کړي.

د هغه په وينا، اړتيا ده چې د وزيرانو شورا د لوګر ښاروالۍ ته ځانګړې بوديجه ورکړي تر څو يو شمېر پروژې پلې کړي.

هغه وويل چې په دې وروستيو کې د شهر په نوم يوې موسسې ورسره د ځينو پروژو د پلې کولو او د ښاروالۍ د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په اړه ژمنې کړې دي.

د پل علم ښاروالۍ د اصنافو شورا ريیس داود مېلمه پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې د لوګر ښاروالۍ پر دې نه ده توانيدلې چې خلکو ته له اړتيا سره سم خدمات وړاندې کړي.

هغه وایي: ((د پل علم ښار ډېری سړکونه خام دي د څښاک د اوبو شبکه نه لري، ښار یې یوه لوی تفریحي پارک ته اړتیا لري او د ښار ښګلا او سرسبزي ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.))

د پل علم ښار اوسېدونکي نیازمحمد پژواک ته وويل چې په ښار کې د پخو سړکونو د نه شتون له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.