پل علم (پژواک، ٢٩ چنګاښ ۹۵): د لوګر سرپرست ښاروال ادعا کوي چې تېرو ښاروالانو د مرکز پل علم لپاره کار نه دى کړى او د ښاروالۍ بوديجه بېځايه لګول شوې ده.
هغه وويل کومې ښاري اسانتياوې چې بايد د ښار د اوسېدونکو لپاره رامنځته شوې وای، نه دې رامنځته شوې.
هغه زياته کړه: ((زموږ د ښار اتيا سلنه برخه لا هم د ښار په ډول نه ده، سړکونه یې خام دي، جګ او ټيټ ځايونه لري چې ښاریان یې له ستونزو سره مخ کړي دي.))
ده وويل چې د لوګر د اوسېدونکو لپاره د څښاک اوبه او کاناليزاسيون سيستم، پاخه سړکونه، شنه سيمه او تفريحي پارکونه نه دي رغول شوي.
سادات د يادو کارونو د نه ترسره کېدو پړه د لوګر پر تېرو ښاروالانو واچوله او ويي ويل: ((پر خپل سر يې ځمکې وېشلې او د ښاروالۍ بوديجه يې بېځايه لګولې ده، هېڅ کار يې نه دى کړى، بس خپل جېب ډک کړى دى.))
خو هغه د کوم ښاروال نوم ياد نه کړ.
نوموړی وايي چې دا مهال د لوګر د ښاروالۍ لګښت تر عوايدو لوړ دى نو ښاروالي نه شي کولاى چې د سړک يا هم کوبه لويه پروژه پلې کړي.
د هغه په وينا، اړتيا ده چې د وزيرانو شورا د لوګر ښاروالۍ ته ځانګړې بوديجه ورکړي تر څو يو شمېر پروژې پلې کړي.
هغه وويل چې په دې وروستيو کې د شهر په نوم يوې موسسې ورسره د ځينو پروژو د پلې کولو او د ښاروالۍ د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په اړه ژمنې کړې دي.
د پل علم ښاروالۍ د اصنافو شورا ريیس داود مېلمه پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې د لوګر ښاروالۍ پر دې نه ده توانيدلې چې خلکو ته له اړتيا سره سم خدمات وړاندې کړي.
هغه وایي: ((د پل علم ښار ډېری سړکونه خام دي د څښاک د اوبو شبکه نه لري، ښار یې یوه لوی تفریحي پارک ته اړتیا لري او د ښار ښګلا او سرسبزي ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.))
د پل علم ښار اوسېدونکي نیازمحمد پژواک ته وويل چې په ښار کې د پخو سړکونو د نه شتون له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ده وويل: ((په ژمي کې په دې خامه سړکونو کې خټې وي او په اوړي کې له دوړو ډک وي چې ډېر خلک له همدې څخه مريضان کېږي.))
هغه ټينګار وکړ چې حکومت بايد د لوګر مرکز پل علم ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دغه راز د لوګر د والي وياند سلیم صالح هم پژواک ته وويل چې د مرکز پل علم ډېرى سړکونه خام دي او خلکو ته يې اړين ښاري خدمتونه نه دي وړاندې شوي.
صالح وایي: ((د ولايت مقام د ښار د ښکلا او پرمختګ لپاره قوي هوډ لري، د ښار لپاره مو د څښاک اوبو يوه پروژه منظوره کړې ده، د سړکونو او تفريحي سيمو لپاره هم پلانونه لرو خو بوديجه نشته.))
دا په داسې حال کې ده چې د لوګر ښاروالۍ له تيرو څلورو مياشتو راهيسې د سرپرست له لوري اداره کيږي او ښاروال نه لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










