جلال اباد (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۵): د ملی وزارت چارواکي وایي، چې د ولسمشر د وروستي امر پر اساس یې بشپړ چمتوالی نیولی او ډیر ژر به په ټول ځواک سره په ننګرهار ولایت کې د وسله والو مخالفینو د له منځه وړلو په موخه عملیات پيل کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د چنګاښ په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال عبدالله حبیبي نن ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي سره ولیدل.
جنرال حبیبي ددې لیدنې پر مهال ویلي، چې د ولسمشر د وروستي امر پر اساس یې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه بشپړ چمتوالی نیولی او ډیر ژر به په ټول ځواک سره د دوی د جرړو ویستلو په موخه عملیات پیل کړي .
نوموړي زیاته کړه، په همدې موخه یې ۲۰۱ سیلاب قول اردو ته سفر درلود، ترڅو په ټولو برخو کې چمتوالی خپله له نږدې وڅاري او ننګرهار ته یې د سفر موخه د دغه ولایت چارواکو او ولسونو ته د عملیاتو د ژر پیل کیدو ډاډ ورکول دي.
دیادې لیدنې پر مهال د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل وویل، چې د و لسمشر په لارښوونه یې ننګرهار ته د سفر موخه د عملیاتو وروسته په ټولو برخو کې د امنیت تامین او د دایمي ثبات رامنځته کول دي .
نوموړي زیاته کړه،د دغه چارې د بریالیتوب په موخه یې د ولسونو، مخورو، د ولسونو استازو، مدني فعالانو او ګڼ شمېر نورو سره خبرې اترې پیل کړي، ترڅو په ولسي ځواک سره خپلې سیمې د مخالفینو له شتون څخه پاکې وساتو .
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د جمهور رئیس څخه مننه وکړه،چې د دغه ولایت د ولسونو په غوښتنه یې د مخالفینو د جرړو ویستلو امر وکړ.
نوموړي د ملي امنیت شورا،ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت عمومي ریاست څخه مننه وکړه،چې هر مهال یې په دغه ولایت کې د مخالفینو د ځپلو په موخه د دوی غوښتنې اوریدلي .
هغه هیله څرګنده کړه،چې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې به په بشپړ ډول د مخالفینو لمن له ننګرهار څخه ټول او دغه ولایت ته به یو ځل بیا د سولې اوامن کور نوم ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP