Language

بلخ کې د خره غوښې پلورلو په تور څلور کسان نیول شوي

مزارشريف (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٥): د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې د خره غوښې پر پلور تورن څلور قصابان یې نيولي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دُراني د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان نن د شولګر ولسوالۍ د خواجه سکندر په سيمې کې نيول شوي دي.

هغه زياته کړې چې د يادې سيمې څلورو کسانو نن خره قصابي کړي وو او غوښتل يې چې غوښه خرڅه کړي او يا يې په خپله وخوري.

د نوموړي په وينا، د خره غوښې خوړل شرعاً ناروا او د  افغانستان د قانون له مخې قانوني جرم دى او له نيول شوو کسانو سره به قانوني چلند وشي.

درانى وايي چې نيول شوي کسان مزارشريف ته لېږدول  شوي او تر پوښتنو لاندې دي.

د مزارشريف يوه مدني فعال استاد بهير پژواک اژانس ته وويل چې تر دې مخکې په دغه ولايت کې د اس د غوښې خرڅولو راپورونه هم ورکړل شوي وو.

نوموړي له پوليسو وغوښتل چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي او نيول شوو کسانو ته سخته سزا ورکړي.

د نصير په نوم يو کس وايي، له کله راهيسې یې چې له رسنيو د خره، اس او سپيو د غوښو د خرڅولو په اړه راپورونه اورېدلي، نو د غوښې له خوړلو يې توبه ايستې ده.

login or register a new account.