کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٥): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان د پوځ لخوا د چنګاښ په ٣١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو قوماندان جنرال جان نېکولسن پرون پاکستان ته د سفر پر مهال په راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکز کې له لوى درستيز جنرال راحيل شريف سره وليدل.
سرچينې زياته کړې چې ددې ليدنې پر مهال دواړو پوځي مشرانو د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز دوى د سيمې او افغانستان پر امنيت، سرحدي ستونزو او د افغانستان د سولې پر موضوع هم بحث وکړ.
دغه ليدنه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستيو کې د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکې خرابې شوې دي.
د امريکا د کانګرېس ځينو غړو له خپل حکومته غوښتي چې پر پاکستان اقتصادي او پوځي بندېزونه ولګوي او دغه هېواد د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو په نوملړ کې راولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن