مزارشريف (پژواک، ۲زمری ۹۵) : د بلخ ولايت اوسېدونکو د برېښنا په بيو کې د بدلون راوستو په موخه د دغه ولايت ولايتي شورا ته د سلګونو کسانو په لاسليک عريضه وړاندې کړه.
د بلخ ولايت د دوه ولسواليو بلخ او دهدادي او د مزارشريف ښار د لسو ناحيو اوسېدونکو د زمري په ۲مه، د دغه ولايت ولايتي شورا ته هغه عريضه وړاندې کړه چې د سلګونو کسانو لخوا پرې لاسليک شوی او د برېښنا د بيو د کمښت غوښتنه په کې شوې وه.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي صالح محمد چې په ياده ناسته کې يې برخه لرله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی د برېښنا شرکت د ناقانونه کړنې پر وړاندې راپورته شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ نه پوهېږو، بلخ له ټولو ولايتونو هغه هېوادونو ته نږدې دی، چې موږ ترې وارداتي برېښنا اخلو، خو بيا هم د ټول وطن په کچه زموږ د برق قيمت لوړ ټاکل شوی دی.))
هغه په احساساتي انداز وويل،که چېرې د برېښنا شرکت په بلخ کې د برېښنا بيه د نورو ولايتونو د برېښنا له بيو سره يو شان نه کړي، نو دوی بېلونه نه ورکوي.
د يادې غونډې بل ګډونوال حاجي محمد پژواک ته وويل چې نن د برېښنا د بيو د لوړوالي په غبرګون د سلګونو کسانو په لاسليک شوې عريضه ولايتي شورا ته وړاندې کړه.
نوموړي زياته کړه چې په ياده عريضه کې له حکومت څخه په ټول هېواد کې د برېښنا د يو شان بيې د پلي کولو غوښتنه شوې ده.
د بلخ ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد د اوسېدونکو د نظرونو پخلی وکړ او پژواک ته يې وويل چې له تېرو لسو کلونو له بلخيانو سره د برېښنا د بيو په تړاو بې انصافي شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې له تېرو دوولس ورځو يې د دغه ولايت له خلکو سره يوځای د برېښنا د بيو د لوړوالي په تړاو غږ پورته کړی خو څوک يې نه اوري.
هغه وايي چې په همدې تړاو يې د بلخ برېښنا شرکت ته تېره اونۍ رسمي مکتوب استولی، چې د بلخ له اوسېدونکو څخه د برېښنا بيل د بيو اخيستو حق نه لري، نه پرې برېښنا بندولی شي او نه پرې جرمانه راوستی شي.
د بلخ ولايتي شورا رييس په دغه ولايت کې د برېښنا د بيې د لوړوالي د پيدا شوې ستونزې د حل لپاره درې وړانديزونه وکړل.
نوموړي زياته کړه چې د ازبکستان برېښنا دې کابل او د تاجکستان او ترکمنستان برېښنا دې د بلخ خلکو ته ورکړل شي.
login or register a new account.