منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۰ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ اوسېدونکو يو ځل بيا د برېښنا د بيې د کمولو غوښتنه وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲زمری ۹۵) : د بلخ ولايت اوسېدونکو د برېښنا په بيو کې د بدلون راوستو په موخه د دغه ولايت ولايتي شورا ته  د سلګونو کسانو په لاسليک عريضه وړاندې کړه.

د بلخ ولايت د دوه ولسواليو بلخ او دهدادي او د مزارشريف ښار د لسو ناحيو اوسېدونکو د زمري په ۲مه، د دغه ولايت ولايتي شورا ته هغه عريضه وړاندې کړه چې د سلګونو کسانو لخوا پرې لاسليک شوی  او د برېښنا د بيو د کمښت غوښتنه په کې شوې وه.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي صالح محمد چې په ياده ناسته کې يې برخه لرله، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دوی د برېښنا شرکت د ناقانونه کړنې پر وړاندې راپورته شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ نه پوهېږو، بلخ له ټولو ولايتونو هغه هېوادونو ته نږدې دی، چې موږ ترې وارداتي برېښنا اخلو، خو بيا هم د ټول وطن په کچه زموږ د برق قيمت لوړ ټاکل شوی دی.))

هغه په احساساتي انداز وويل،که چېرې د برېښنا شرکت په بلخ کې د برېښنا بيه د نورو ولايتونو د برېښنا له بيو سره يو شان نه کړي، نو دوی بېلونه نه ورکوي.

د يادې غونډې بل ګډونوال حاجي محمد پژواک ته وويل چې نن د برېښنا د بيو د لوړوالي په غبرګون د سلګونو کسانو په لاسليک شوې عريضه ولايتي شورا ته وړاندې کړه.

نوموړي زياته کړه چې په ياده عريضه کې له حکومت څخه په ټول هېواد کې د برېښنا د يو شان بيې د پلي کولو غوښتنه شوې ده.

د بلخ ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد د اوسېدونکو د نظرونو پخلی وکړ او پژواک ته يې وويل  چې له تېرو لسو کلونو له بلخيانو سره د برېښنا د بيو په تړاو بې انصافي شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې له تېرو دوولس ورځو يې د دغه ولايت له خلکو سره يوځای د برېښنا د بيو د لوړوالي په تړاو غږ پورته کړی خو څوک يې نه اوري.

هغه وايي چې په همدې تړاو يې د بلخ برېښنا شرکت ته تېره اونۍ رسمي مکتوب استولی، چې د بلخ له اوسېدونکو څخه د برېښنا بيل د بيو اخيستو حق نه لري، نه پرې برېښنا بندولی شي او نه پرې جرمانه راوستی شي.

د بلخ ولايتي شورا رييس په دغه ولايت کې د برېښنا د بيې د لوړوالي د پيدا شوې ستونزې د حل لپاره درې وړانديزونه وکړل.

نوموړي زياته کړه چې د ازبکستان برېښنا دې کابل او د تاجکستان او ترکمنستان برېښنا دې د بلخ خلکو ته ورکړل شي.

دی وايي چې لس کاله د بلخ خلکو د ازبکستان برېښنا کارولې اوس دې د کابل خلک همدا برېښنا په دغه بيه وکاروي.

د هغه په دويم وړانديز کې وويل چې د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان برېښنا دې ټوله سره يوځای شي او بيا دې په منځنۍ بيه ټولو ولايتونو ته وويشل شي.

درېيم وړاندېز يې وکړ چې د بلخ د کود برق فابريکې له دولتي برېښنا څخه دې ګټه واخيستلی شي، چې له امله يې د بلخ د وارداتي برېښنا په بيو کې خورا کمښت راتلی شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه