Language

د شرکتونو د جوازونو د صدور او تجديد چارې په ازميښتي بڼه د سوداګرۍ وزارت ته سپارل کېږي

کابل (پژواک ٦ زمرى ٩٥): د ايسا ادارې د ادغام د بهير په دوام کې د شرکتونو د جوازونو د صدور او تجديد چارې د يوې اونۍ لپاره په ازمايښتي بڼه د سوداګرۍ وزارت ته سپارل کېږي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه پرون شپه ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په پيل کې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په وارسا ناسته کې د افغانستان د لاسته راوړنو، د هېواد په امنیت کې د هغې پر اهمیت، د افغانستان پر اقتصاد د هغې په تاثیراتو او له بین المللي شریکانو سره د افغانستان د اړیکو د ښه والي په هکله خبرې وکړې.

ولسمشر وویل، دا مهال موږ د بروکسل ناستې ته له تګ مخکې د افغانستان خلکو او نړيوالو شریکانو ته د خپلو کړو ژمنو د عملي کولو د ارزونو په حال کې یو.

هغه زیاته کړه، زموږ ټولې لاسته راوړنې باید داسې وي چې خلک یې احساس کړي، د بریالیتوب د سنجولو ښه لار اقتصادي اغېزې دي او خصوصي سکتور کولای شي هغه تاييد کړي.

د افغانستان د صنعت کارانو د سرتاسري اتحادیې رئیس شېرباز کمین زاده غونډې ته وویل، په قراردادونو کې اصلاحاتو او د عوایدو ډېرېدو له افغانستان سره د نړۍ د هېوادونو د ژمنو، حضور او مرستو پر دوام سربېره د افغانستان بازارونه ځلولي او د افغان سوداګرو په منځ کې یې هیلې راټوکولې دي.

سرچينه زياتوي، د پرونۍ شپې غونډه کې له اجنډا سره سم، د ایسا ادارې د ادغام پلان او د مرغدارۍ سکتور د ملاتړ  پر طرحې بحث وشو.

په پیل کې د سوداګرۍ وزیر همایون رسا او د دغه وزارت معین باري رحمان د ایسا ادارې د ادغام پروسې د پرمختګونو  په اړه غونډې ته راپور وړاندې کړ او ويې ویل، د دغې ادارې ادغام کې دوه برخې شاملې دي: چې یوه سوداګرۍ وزارت ته د جوازونو د صدور څانګې لېږدول او بله برخه د سوداګرۍ او پانګونې قانون تعدیلول دي.

د سوداګرۍ وزارت معین وویل، د دغې ادارې له ادغامه یې موخه بین المللي شریکانو ته په حکومت کې د موازي ادارو د ادغام ژمنه او د افغانستان د خصوصي سکتور له غوښتنې سره سم د جوازونو د صدور پروسه کې اسانتیا او پانګه اچوونکو ته په یو واحد مرکز کې د خدماتو وړاندې کول دي.

دغه غونډه کې د ملي شورا حاضرو وکیلانو سوداګرۍ وزارت ته د دغې ادارې د صلاحیتونو د لېږد د قانوني مراحلو  په څرنګوالي او د دغې ادارې د کارمندانو د جذب او ظرفیتونو څخه په سوداګرۍ وزارت او نورو دولتي ادارو کې د استفادې او  سوداګریزو شرکتونو او پانګه اچوونکو ته د سوداګریزو  جوازونو د صدور، تجدید او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د هر ډول ځنډ د مخنیوي په برخه کې خپل نظریات وړاندې کړل.

د افغانستان بانک عمومي رئیس خلیل صدیق غونډې ته وویل، د سم تفتیش په خاطر چې د ادغام پروسې یوه برخه ده، باید په یاده اداره کې تدارکاتي بهیر متوقف شي او تر بشپړ ادغام پورې د دغې ادارې د کار د دوام په خاطر دې د ځانګړو پیسو تخصیص ورکول شي، ترڅو په شفافه او سمه توګه تفتیش وشي.

 په پاى کې، غونډې پرېکړه وکړه، اړوند وزارتونه او د چارو اداره دې د تصویب لپاره د قانون مسوده چمتو کړي، د  شرکتونو لپاره دې د جوازونو صدور او تجدید په امتحاني توګه د سوداګرۍ وزارت له خوا ترسره شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.