منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د شرکتونو د جوازونو د صدور او تجديد چارې په ازميښتي بڼه د سوداګرۍ وزارت ته سپارل کېږي

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۶۱ کتنې

کابل (پژواک ٦ زمرى ٩٥): د ايسا ادارې د ادغام د بهير په دوام کې د شرکتونو د جوازونو د صدور او تجديد چارې د يوې اونۍ لپاره په ازمايښتي بڼه د سوداګرۍ وزارت ته سپارل کېږي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه پرون شپه ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په پيل کې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په وارسا ناسته کې د افغانستان د لاسته راوړنو، د هېواد په امنیت کې د هغې پر اهمیت، د افغانستان پر اقتصاد د هغې په تاثیراتو او له بین المللي شریکانو سره د افغانستان د اړیکو د ښه والي په هکله خبرې وکړې.

ولسمشر وویل، دا مهال موږ د بروکسل ناستې ته له تګ مخکې د افغانستان خلکو او نړيوالو شریکانو ته د خپلو کړو ژمنو د عملي کولو د ارزونو په حال کې یو.

هغه زیاته کړه، زموږ ټولې لاسته راوړنې باید داسې وي چې خلک یې احساس کړي، د بریالیتوب د سنجولو ښه لار اقتصادي اغېزې دي او خصوصي سکتور کولای شي هغه تاييد کړي.

د افغانستان د صنعت کارانو د سرتاسري اتحادیې رئیس شېرباز کمین زاده غونډې ته وویل، په قراردادونو کې اصلاحاتو او د عوایدو ډېرېدو له افغانستان سره د نړۍ د هېوادونو د ژمنو، حضور او مرستو پر دوام سربېره د افغانستان بازارونه ځلولي او د افغان سوداګرو په منځ کې یې هیلې راټوکولې دي.

سرچينه زياتوي، د پرونۍ شپې غونډه کې له اجنډا سره سم، د ایسا ادارې د ادغام پلان او د مرغدارۍ سکتور د ملاتړ  پر طرحې بحث وشو.

په پیل کې د سوداګرۍ وزیر همایون رسا او د دغه وزارت معین باري رحمان د ایسا ادارې د ادغام پروسې د پرمختګونو  په اړه غونډې ته راپور وړاندې کړ او ويې ویل، د دغې ادارې ادغام کې دوه برخې شاملې دي: چې یوه سوداګرۍ وزارت ته د جوازونو د صدور څانګې لېږدول او بله برخه د سوداګرۍ او پانګونې قانون تعدیلول دي.

د سوداګرۍ وزارت معین وویل، د دغې ادارې له ادغامه یې موخه بین المللي شریکانو ته په حکومت کې د موازي ادارو د ادغام ژمنه او د افغانستان د خصوصي سکتور له غوښتنې سره سم د جوازونو د صدور پروسه کې اسانتیا او پانګه اچوونکو ته په یو واحد مرکز کې د خدماتو وړاندې کول دي.

دغه غونډه کې د ملي شورا حاضرو وکیلانو سوداګرۍ وزارت ته د دغې ادارې د صلاحیتونو د لېږد د قانوني مراحلو  په څرنګوالي او د دغې ادارې د کارمندانو د جذب او ظرفیتونو څخه په سوداګرۍ وزارت او نورو دولتي ادارو کې د استفادې او  سوداګریزو شرکتونو او پانګه اچوونکو ته د سوداګریزو  جوازونو د صدور، تجدید او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د هر ډول ځنډ د مخنیوي په برخه کې خپل نظریات وړاندې کړل.

د افغانستان بانک عمومي رئیس خلیل صدیق غونډې ته وویل، د سم تفتیش په خاطر چې د ادغام پروسې یوه برخه ده، باید په یاده اداره کې تدارکاتي بهیر متوقف شي او تر بشپړ ادغام پورې د دغې ادارې د کار د دوام په خاطر دې د ځانګړو پیسو تخصیص ورکول شي، ترڅو په شفافه او سمه توګه تفتیش وشي.

 په پاى کې، غونډې پرېکړه وکړه، اړوند وزارتونه او د چارو اداره دې د تصویب لپاره د قانون مسوده چمتو کړي، د  شرکتونو لپاره دې د جوازونو صدور او تجدید په امتحاني توګه د سوداګرۍ وزارت له خوا ترسره شي.

ولسمشر وویل، سوداګرۍ وزارت دې د شرکتونو د جوازونو د صدور او تجدید چارې یوه اونۍ په ازمایښتي توګه په مخ یوسي چې معلومه شي دا وزارت د ادغام لپاره چمتووالی لري او که لا زیاتو تیاریو ته اړتیا لیدل کېږي.

هغه زیاته کړه، خصوصي سکتور کولای شي چې د جوازونو د صدور او تجدید په برخه کې د دغه وزارت چمتووالی تشخیص کړي او د رد یا تاييد نظر ورکړي.

همدارنګه غونډې پرېکړه وکړه، د ایسا له خوا دې نوي تدارکات نه کېږي او د دغې ادارې د کار د دوام لپاره دې مشخصه بودیجه د تفتیش له پیلېدو سره اختصاص شي.

د غونډې غړو یو وار بیا ټینګار وکړ چې د جوازونو په صدور او تجدید کې ورته هېڅ ډول ځنډ د منلو وړ نه دی.

د خصوصي سکتور استازو د صنعتي پارکونو له مدیریته شکایت وکړ، غونډې پرېکړه وکړه چې د دغو پارکونو د مدیریت د ښه والي لپاره دې خصوصي سکتور له اړوندو دولتي بنسټونو سره د اقتصاد عالي شورا ته مشخصې طرحې وړاندې کړي.

همدارنګه غونډې پرېکړه وکړه، د ایسا ادارې د کارکوونکو له وړتیاوو څخه دې یوه بشپړه ارزونه وشي، چې د ولسمشر له ژمنې سره سم د دغې ادارې هېڅ مستعد کارکوونکی بې سرنوشته پاتې نه شي او د دغې ادارې باظرفیته کارکوونکي د وړتیا په اساس دولتي بنسټونو په ځانګړي ډول سوداګرۍ وزارت کې د ازاد رقابت له لارې جذب شي.

ولسمشر وویل، د پانګه اچوونکو د هڅونې په خاطر دې د ثبت، راجستر او د جوازونو د صدور او تجدید په ټولو پروسو کې اسانتیاوې رامنځته شي، ځکه زموږ موخه خلکو ته خدمت کول دي او په دې برخه کې زموږ هره کړنه باید د خصوصي سکتور د تائید وړ وګرځي.

د غونډې دویمه برخه کې، د کرنې وزیر د اقتصاد عالي شورا ته د مرغدارۍ سکتور د ملاتړ طرحه وړاندې کړه. دغه طرحه کې د مرغدارۍ اوسنی وضعیت، موجوده تاسیسات او په دغه سکتور کې د افغانستان ننګونې او اړتیاوې، د ودې امکانات او ننګونو ته د رسېدنې څرنګوالی ترڅو په دغه ډګر کې د خودکفايي هدف ته ورسیږي، موضوعات شامل دي.

د کرنې وزارت له ارزونو سره سم، دا مهال په ټول افغانستان کې د چرګانو د روزنې ۱۰۸۲۴ فارمونه فعالیت لري، چې د ځینو ستونزو له امله دغه سکتور نه شي کولای د چرګو د غوښې او هګیو اړتیا پوره کړي، همدغه علت دی چې هېواد ته له بهرنیو  هېوادونو څخه د چرګانو بي کیفیته غوښه او هګۍ واردېږي. په ارزونې کې د افغانستان د خودکفايي لپاره د مرغدارۍ سکتور وړاندیزونه هم ځای په ځای شوي و.

د مرغدارۍ سکتور استازي عزیز الله حسام، له بهر څخه د چرګانو د غوښې او هګیو په وارداتو کې د خپلو تجربو په اړه چې دا مهال د هېواد داخل کې د مرغدارۍ سکتور د پانګه اچوونکي په توګه فعالیت کوي، غونډې ته معلومات وړاندې کړل.

هغه زیاته کړه، د مرغدارۍ سکتور چمتو دی چې د حکومت د ملاتړ په صورت کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي په برخه کې زیاته پانګونه وکړي. د مرغدارۍ سکتور استازي په دغه سکتور کې د انحصار له شته والي غونډې ته شکایت وکړ.

 غونډه کې اجرائیه رئیس وویل، له دغه سکتوره د دولت د ملاتړ موخه نه یواځې خودکفايي او متوازنه سوداګري ده، بلکې د افغانستان د خلکو د صحت موضوع هم مطرحه ده باید د بي کیفیته غوښې او هګیو واردات بند شي.

د ولسي جرګې وکیلانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ارزول شوې شمېرې، له داخلي او بین المللي قوانینو سره د مرغدارۍ سکتور د وړاندیزونو تطابق او پلي کېدا په اړه نظر ورکړ. همدارنګه هغوی د ملاتړيزې طرحې د عملي والي په اړه جزئیات وغوښتل او ويې ویل، هر اقدام باید په داسې توګه ترسره شي چې د چرګو غوښې او هګیو مصرفوونکو ته ستونزه جوړه نه شي.

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیز محمد خان د چرګانو د ذبحه کولو په برخه کې د بشپړ اسلامي شرایطو نه تطبیق او د وارداتي توکو په کیفیت اندېښنه وښوده، چې په دې برخه کې د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې رئیس نقیب الله فایق  وویل، دغه اداره د چرګانو د غوښې او هګیو د واردولو په برخه کې د اسلامي هېوادونو د مشخصو معیارونو تطبیق پيشنهادوي.

د هېواد اجرائیه رئیس وویل، د مرغدارۍ سکتور څخه ملاتړ او په اوسني وضعیت کې تغيير راوستل د حکومت پرېکړه ده، اوس باید دغه هدف ته د رسېدو څرنګوالی مشخص شي چې کوم ګامونه عملي دي او کومو ګامونو ته په کوم وخت کې اړتیا ده.

جمهور رئیس وویل، زموږ د پالیسۍ موخه مشخصه ده چې په لومړي ګام کې واردات کم شي او بیا افغانستان د خودکفايي خواته لاړ او په اخر کې په یو صادراتي هېواد بدل شي.

غونډې پرېکړه وکړه، په وارداتو کې هر ډول انحصار، غیر قانوني او کاملا منع دی، چې سرغړوونکو سره به جدي او قانوني چلند وشي. همدارنګه د چرګانو هګۍ چې له بهره واردېږي په مشخصه توګه دې پرې د انقضا تاریخ لیکل شوی وي.

ولسمشر دستور ورکړ چې د مرغدارۍ سکتور د تشویق په خاطر دې په دولتي ادارو کې د افغاني اقلامو او موادو د ترجیح ورکولو قانون په بشپړه توګه عملي شي.

ده زیاته کړه، د هېواد د مرغدارۍ سکتور محصولاتو پېرل، د باکیفیته وارداتو په اړه ډاډ  او د مرغدارۍ سکتور ته د ځمکې چمتو کول د دولت دنده ده، خو په دغه برخه کې مشخصې پانګونې ته ژمنتیا د خصوصي سکتور دنده ده.

غونډې پرېکړه وکړه، د مرغدارۍ سکتور برخه کې دې د پانګونې لپاره مناسبه ځمکه په پام کې ونیول شي او دغه سکتور دې اړوندو دولتي بنسټونو سره یو ځای مشخصه طرحه جوړه کړي چې کومو سېمو کې د کومو شرایطو لاندې د چرګانو فارمونه جوړ شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست