Language

حکومت خانشين ولسوالۍ بېرته ونيوله

لښکرګاه (پژواک ٩ زمرى ٩٥): په هلمند کې امنيتي مسوولين وايي، امنیتي ځواکونو خانشین ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي، پژواک خبري اژانس ته وويل، د خانشین ولسوالي چې تېره شپه والو طالبانو نیولې وه، نن له غرمې وروسته په څلورنیمو بجو بېرته افغان کومانډو ځواکو د هوایې ځواک په مرسته نیولې ده.

د ده په وینا، تېره شپه کله چې وسله والو د ولسوالۍ په مرکز برید وکړ، د ملي اردو ځواک هلته نه وو، یواځې پولیس وو، خو د بېرته نیولو په عملیاتو کې ملي اردو د کومانډو او هوایې ځواک په مرسته ټولې له لاسه وتلې سیمې ونیولې.

هغه زياته کړه، وسله وال طالبان د هوایې ځواک له رسېدو سره تښتېدلي، نو له همدې امله مرګ ژوبله نه ده معلومه.

مسوولینو تر دې وړاندې د ولسوالۍ سقوط په رسمي ډول نه تاییداوه.

د ولسوالۍ د سقوط پرمهال د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان او د امنیت ملي مدیر ټپیان شوي وو او د سرحدي پولیسو د دوهم کنډک ريیس ارکان په کې وژل شوى و.

وسله والو طالبانو په دې اړه چې ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو نیولې، څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

Related Topics