لښکرګاه (پژواک ٩ زمرى ٩٥): په هلمند کې امنيتي مسوولين وايي، امنیتي ځواکونو خانشین ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي، پژواک خبري اژانس ته وويل، د خانشین ولسوالي چې تېره شپه والو طالبانو نیولې وه، نن له غرمې وروسته په څلورنیمو بجو بېرته افغان کومانډو ځواکو د هوایې ځواک په مرسته نیولې ده.
د ده په وینا، تېره شپه کله چې وسله والو د ولسوالۍ په مرکز برید وکړ، د ملي اردو ځواک هلته نه وو، یواځې پولیس وو، خو د بېرته نیولو په عملیاتو کې ملي اردو د کومانډو او هوایې ځواک په مرسته ټولې له لاسه وتلې سیمې ونیولې.
هغه زياته کړه، وسله وال طالبان د هوایې ځواک له رسېدو سره تښتېدلي، نو له همدې امله مرګ ژوبله نه ده معلومه.
مسوولینو تر دې وړاندې د ولسوالۍ سقوط په رسمي ډول نه تاییداوه.
د ولسوالۍ د سقوط پرمهال د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان او د امنیت ملي مدیر ټپیان شوي وو او د سرحدي پولیسو د دوهم کنډک ريیس ارکان په کې وژل شوى و.
وسله والو طالبانو په دې اړه چې ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو نیولې، څه نه دي ویلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










