منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سرپرست ښاروال : د مزار شريف ښار ٨٠ سلنه بدلون موندلى

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۵ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٩ زمرى ٩٥) : د بلخ د مزارشريف ښاروالۍ مسوولين وايي چې دغه ښار له تېرو څو کلونو راهيسې د پراختيا له اړخه ۸۰ سلنه بدلون موندلی دی.

د مزارشريف ښار سرپرست ښاروال جان محمد د وږي په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل  چې مزارشريف ښار هر کال د پراختيا په حال کې وي.

نوموړي زياته کړه چې د دغې پراختيا عمده لامل له خلکو سره په مشوره د پراختيايي پلان له مخې وړاندې تګ دی.

هغه وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې مزارشريف ښار د پراختيا له مخې، ۸۰ سلنه بدلون موندلی دی.

د نوموړي په وينا، په دغه ښار کې د سړکونو د قير کېدو چارې د ښار تر درېيم رينګه رسېدلې دي.

جان محمد زياته کړه چې د روان کال په لومړيو شپږ مياشتو کې يې د مزارشريف ښار لس سړکونه قير کړي دي.

همداراز څلور سړکونه  چې له تېر کاله يې دويمه دوره قير پاتې وو، چارې يې بشپړې شوې دي.

هغه همداراز په تېرو شپږو مياشتو کې د مزارشريف ښار په اوومه او څلورمه ناحيه کې د ۴۹ کيلومتره بېلا بېلو کوڅو د کانکرېټ کېدو خبر ورکړ.

سرپرست ښاروال د ښار د پاکوالي د چارو په برخه کې وويل  چې هره ورځ د ۴۰۰ مترمکعب په اندازه کثافات له ښاره بېرون  باسي.

نوموړي د ښار د پاکوالي په برخه کې له ښاروالۍ سره د خلکو په مرسته او ملاتړ ډېر ټينګار وکړ چې دغه چارې لا پسې ګړندۍ کولی شي.

سرپرست ښاروال جان محمد د ښار د سرسبزۍ په تړاو وويل  چې هر کال دغه چاره د خلکو، مدني ټولنو او موسيسو په ملاتړ تر سره کوي.

نوموړي زياته کړه  چې په روان کال کې د مزارشريف ښار په واټونو کې ۱۶زره نيالګي د ښار د سرسبزۍ په خاطر  ايښودل شوي دي.

هغه وايي چې دغه نيالګي تر دې دمه د خلکو په ملاتړ شنه ساتل شوي دي.

جان محمد وويل چې د ښار د شينوالي په خاطر د ښار بېلا بېل واټونه خصوصي سکتور ته سپارل شوي، چې شنه يې وساتي.

نوموړي زياته کړه چې په روان کال کې د مزارشريف ښار نږدې ۵۰ سلنه ساحه شنه ساتل شوې. 

هغه د موسمي ورښتونو له امله د پيدا شويو اوبو د مهار په تړاو وويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې د ښار لس پلګوټي له سره رغولې او د يو کيلومتر په اندازه کانال يې رغولی دی.

سرپرست ښاروال وويل چې په وروستيو دوه کلونو کې د مزارشريف ښار د پراختيا له امله ځينې نوې ساحې د دوی په ماسټر پلان کې شاملې شوي، چې کار پرې روان دی.

نوموړي په دې برخه کې د دشت شور سيمې يادونه وکړه چې د روان کال تر پايه پورې به يې د نړيوال بانک په مالي ملاتړ دوه کيلومتره سړک قير کړای شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست