کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٥): د کابل ښار نهمې حوزې اړونده سيمه کې د بهرنيانو پر يو مېلمستون ډله ييز بريد شوى دى.
دا بريد د شپې په يوه نيمه بجه د يوه ټرک په وسيله تر چاودنې وروسته پيل شوى او د سهار تر شاوخوا اتو بجو پورې يې دوام درلود.
د عبيدالله په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي د زمري په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نيمه شپه کې د يوې ډېرې درنې چاودنې غږ له خوب راپاڅولو.
د هغه د معلوماتو له مخې، يوه تن ځانمرګي پريد لومړى له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر ته چاودنه ورکړې او بيا نور وسله وال مېلمستون ته ننوتلي دي.
يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې د بريدګرو شمېره څلور تنه وو او دوه تنه يې وژل شوي دي.
تر اوسه رسمي او غير رسمي سرچينو په مېلمستون کې د مېشتو بهرنيانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت په غاړه اخيستى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP