Language

لوګر کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي، څلور ماین خښوونکي نیول شوي

پل علم (پژواک، ١٢ زمرى ٩٥): د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې درې سيمه پوليس وژل شوي بلخوا په محمد اغې ولسوالۍ کې بيا څلور ماين ايښودونکي نيول شوي دي.

په بره کي برک ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ده شيخ په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وويل چې د بريد پر مهال طالبانو پوسته نيولې ده او درې سيمه ييز پوليس يې وژلي دي.

هغه زياته کړه: ((په پوسته کې پوليس ډېر وو خو نور پوليس تښتېدلي وو او دغه درې تنه چې پاتې وو دوى وژل شوي دي او پوسته هم طالبانو نيولې ده.))

په دې اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې د بره کي برک ولسوالۍ د ده شيخ پوسته طالبانو نيولې وه خو اوس بېرته له امنيتي ځواکونو سره ده.

ده وويل چې سيمې ته يې پلاوى استولی او تر څېړنو وروسته به يې مرګ ژوبله معلومه شي.

د ده شيخ اوسېدونکي طاهر هم پژواک ته وويل: ((دوه بجې وې چې د ډزو غږ شو سهار خبر شوو چې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پوسته نيولې او درې پوليس يې وژلي دي.))

په دې اړه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو د ده شيخ پوسته نيولې ده.

هغه وويل چې د پوستې د نيونې پر مهال طالبانو ١٣سيمه ييز پوليس وژلي او يو شمېر وسلې او مهمات يې هم ترلاسه کړي دي.

بره کي برک د مرکز پل علم سوېل لور ته په ٢٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې څلور ماين خښوونکي نيول شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې دغه ماين ښوونکي تېره ورځ ناوخته د محمداغې ولسوالۍ د واغجان په بازار کې نيول شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.