Language

د تخار په ځینو مدرسو کې د دولت ضد او افراطي زده کړې ورکول کېږي

تالقان (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): د تخار ځیني اوسېدونکي وايي، د دغه ولايت په ځينو سيمو کې ځوانانو ته په مدرسو کې د حکومت ضد او افراطي زده کړې ورکول کېږي چې بايد مخه يې ونيول شي.

د اړوندې موضوع په اړه د تخار د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي سمیع الله شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ولسوالۍ په ترکو او د ینګي کلا ولسوالۍ په عمرخېلو کلیو کې دوه مدرسې دي چې ځوانانو ته په کې افراطي زده کړې ورکوي.

ده زياته کړه، د کوکچې په پورې غاړه ولسوالیو کې هم په تېرو لسو کلونو کې په سلګونه ناقانونه مدرسې جوړې شوې دي چې ډېرى زده کوونکو ته د حکومت ضد او افراطي زده کړې ورکوي.

دى وايي: ((اوس مهال د تخار په ناکرارو سیمو کې ۸۰ سلنه طالبان هغه کسان دي چې په همدغو مدرسو کې یې دیني زده کړې کړې، ډېری هغه کسان چې فارغېږي، په دویمه ورځ د طالبانو په لیکه کې ولاړ وي، طالبان له دولت سره په جګړه بوخت دي، خو دغه مدرسې ورته کسان جلبوي.))

د سميع الله په وينا، د ترور زوی یې د ترکو په مدرسه کې زده کړې کولې؛ خو چې کورنۍ يې ورباندې خبره شوه، له مدرسې یې و ایست او بهر ته یې واستاوه.

هغه وويل، د دغو مدرسو ښوونکي ډېری هغه کسان دي چې په پاکستان کې یې دیني زده کړې کړې او اوس یې په خپلو سیمو کې مدرسې جوړې کړې دي.

د ده په خبره، لس کاله مخکې د کوکچې په پورې غاړه ولسوالیو کې له جوماتونو پرته شل مدرسې هم نه وې؛ خو اوس مهال په دغو سیمو کې په سلګونه ناقانونه مدرسې جوړې شوې دي.

دی وايي، د دغو مدرسو فارغین وتوانېدل چې درقد، ینګي کلا، خواجه بهاءالدین او یو شمېر نورې سیمې د دولت له کنټروله وباسي.

هغه زیاتوي: ((لس کاله مخکې مدرسې نه وې، خلکو به خپل زامن تالقانو ښار او نورو ولایتونو ته ان پاکستان ته استول، خو اوس له سلګونو ډېرې مدرسې دي، د هر جومات ترڅنګ یوه کنډواله ده او په کې ماشومان زده کړې کوي، نه معیار لري او نه یې بودیجه معلومه ده.))

په ورته وخت کې د تخار د مدني ټولنې د شبکې مشر سید منیراحمد هدف هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، د دغو مدرسو په اړه شکونه او اندېښنې ډېرې شوې دي.

ده زياته کړه، په مدرسو کې زده کوونکي افراطیت ته هڅول او په جوماتونو کې د نظام ضد تبلیغات خلک اندېښمن کړي دي.

نوموړی وايي: ((په داسې سیمو کې چې هلته لس کورونه نه وي، لویه مدرسه په کې وي، که فکر وکړو، دغه اوسېدونکي خو د دغې مدرسې د جوړولو او اکمالاتو توان نه لري، دا دومره زده کوونکي مصارف له کومه کوي؟ په مخکې کلونو کې طالبان له نورو ولایتونو راتلل، خو اوس په تخار کې ټول طالبان د همدې سيمې دي.))

login or register a new account.