لښکرګاه ( پژواک، ١٥ زمرى ٩٥): د هلمند چارواکي په دغه ولايت کې د لسګونو وسله والو مخالفينو د وژلو ادعا کړې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د زمري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د مارجې او ناد علي په ولسواليو کې د دولت ٩٨ وسلوال مخالفين وژل شوي او د طالب قوماندان ګوډ ملا آغا ولي په ګډون ٥٦٥ وسلوال مخالفين ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، امنيتي او دفاعي ځواکونو د نادعلي په چاه انجير او د مارجې ولسوالۍ مربوطاتو کې هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې ٤٣ وسله وال وژل شوي.
ځواک وايي، دغه راز په ځمکنيو عملياتو او مخامخ نښتو کې ٣٠ تنه وسلوال مخالفين په نادعلي ولسوالۍ او پنځه ويشت تنه مارجې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
ده وويل، چې ددې بريدونو له امله وسله وال مخالفين تښتيدلي او تېره شپه د ناد علي ولسوالۍ د چاه انجير په سيمه کې نښتې نه دي شوي.
د والي وياند زياتوي، چې دښمن خپل ٢٥ وژل شوي وسلوال د باباجي په لويه هديره،٢٧ وسلوال دګرشک ولسوالۍ په شين ډک مانده، ٧ وسلوال په کاريز هديره او ٣٩ وسلوال د مارجې په سيستاني هديره کې خښ کړي دي.
که څه هم نوموړي په دې نښتو او عملياتو کې د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو ددې ولايت د ولايتي شورا سرچينې وايي، چې په دې نښتو کې يو شمېر دولتي سرتېرو هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا وسلوالو مخالفينو د کندهار- هلمند پر لويه لاره ماينونه ځاى پر ځاى کړي دي، چې له امله يې ياده لاره له سهار راهيسې د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.
يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې د ناد علي ولسوالۍ ډېرې برخې وسله والو مخالفينو نيولې، يواځې د ولسوالۍ مرکز او د لښکرګاه لويه لاره له دولتي ځواکونو سره سره دي.
وسله والو مخالفينو هم په بېلا بېلو سيمو کې د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو دوژلو ادعاوې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن