Language

د تخار او کندوز شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي

تالقان (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): د تخار او کندوز له ځينو ولسواليو د پرله پسې جګړو له امله شاوخوا درې زره کورنۍ بېځايه شوې او د دغو ولايتونو په نورو سيمو کې مېشتې شوې دي.

د تخار د کډوالو چارو رییس سید مرتضی همدرد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کورنۍ د کندوز له دشت ارچي او قلعه زال او د تخار ولایت له خواجه غار، رستاق، درقد او یو شمېر نورو ولسوالیو څخه د پرله پسې جګړو له امله بېځايه شوې دي.

همدرد وايي چې دغه کورنۍ د مرکز تالقانو په ګډون په بهارک، ینګي کلا او دشت کلا ولسوالیو کې مېشت شوي دي.

نوموړی وایي: ((د تخار او کندوز څه باندې ۳ زره کورنۍ چې سيمې يې طالبانو نيولي دي بې ځايه شوي دي او په دې ولايت کې ميشت شوي دي.))

د درقد ولسوالۍ د نوروزخېلو سيمې اوسېدونکي جان الله پژواک ته وويل چې په درقد کې د جګړو د ډېروالي له امله له خپلې کورنۍ سره مرکز تالقانو ته کډه شوى دى.

هغه زياته کړه: ((موږ دلته راغلي يو، زما د تره د زوى کور دى تر اوسه چا زموږ پوښتنه نه ده کړې او نه هم راسره مرسته شوې ده.))

ده وويل چې جګړه ډېره وه او دوى يواځې وکولاى شول خپل ځانونه وژغوري نور د کور ټول توکي يې په سيمه کې پاتې دي.

خو د تخار د والي ویاند سنت الله تيمور بيا پژواک ته وويل چې له يوې اونۍ را په دېخوا دوه ډلې د بېځایه شوو کورنیو په ارزونې بوختې دي چې تر اوسه یې ۱۴ سوه کورنۍ ثبت کړې دي.

تیمور وايي چې ډېر ژر به ارزول شوو کورنیو ته اړینې مرستې ورسول شي.

نوموړی وايي: ((تر اوسه ۱۴۰۰ کورنۍ ارزول شوې او ثبت شوې دي، هره ورځ ورته پخه ډوډۍ رسوو، د نورو د ارزولو چارې روانې دي، په روانه اونۍ کې به په ارزول شویو کورنیو اړینې مرستې ووېشل شي.))

تيمور وایي چې ډېری ګډوالې کورنۍ د خپلوانو کورونو ته ورغلي او د ارزونې ډلې د هغوی په پیدا کولو او پېژندلو بوختې دي.

د هغه په خبره چې یادو سیمو ته هره ورځ روغتیايي ډلې ورځي او د ناروغانو پالنه کوي.

login or register a new account.